د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي دي چې د القاعدې ترهګرې ډلې په ايران کې خپل نوى مرکز جوړ کړى دى.
د ملي امنيت سلاکار وسله والو طالبانو ته ويلي چې د خپلو هغو مشرانو لپاره چې په بهر کې مېشت دي، ځانونه مه وژنئ.
د ملي دفاع وزارت وايي چې په ميدان وردګو ولايت کې يو موټربم په هوايي بريد کې له منځه وړل شوى دى.
عامې روغتیا وزارت د کرونا واکسین د طرحې د جوړېدو، د ناروغانو لپاره د بسترونو د زیاتېدو او له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د پنځو کمېټو د جوړېدو خبر ورکړ او وویل، د حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ چې په جوماتونو کې دې د فاتحې مراسم بند شي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې نن سهار په کابل ښار کې د ماین په یوه چاودنه کې د دغه ولایت د والي مرستیال او د هغه سکرتر وژل شوي او دوه ساتونکي یې ټپیان دي.
د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د يوې چاودنې له امله ٢٥ کسان ټپيان شوي او مسووليت يې د تحريک طالبان پاکستان ډلې اخيستى دى.
د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې امر دويم څارن مسيح الله د عملياتو پر مهال د وسله والو له خوا وژل شوى دى.
کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٩): د اريانا نيوز يوه وياند فردين اميني په کابل ښار کې ساه ورکړې خو تراوسه د پېښې د څرنګوالي په
ناپېژاندو وسله والو په کابل ښار کې يو تن ديني عالم او د پوليسو يو متقاعد افسر وژلي دي.
د ولسمشر لومړي معاونيت، د ملي امنيت رياست په همکارۍ پر کابل پوهنتون په بريد کې د لاس لرلو په تور د پنځو نيول شوو کسانو اعترافات خپاره کړي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ملکي تلفاتو د ډېرېدو په تړاو د يوه امريکايي پوهنتون څېړنيز راپور رد کړى دى.
امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې په هلمند ولايت کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د القاعدې او طالبانو تر ٤٠ پورې مهو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.