ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: القاعده شبکه په ايران کې خوندي مرکز لري

امريکا: القاعده شبکه په ايران کې خوندي مرکز لري

author avatar
13 Jan 2021 - 12:48
امريکا: القاعده شبکه په ايران کې خوندي مرکز لري
author avatar
13 Jan 2021 - 12:48

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٩) : د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي دي چې د القاعدې ترهګرې ډلې په ايران کې خپل نوى مرکز جوړ کړى دى.

پومپيو چې پرون يې د واشنګټن په پرېس کلب کې خبريالانو ته خبرې کولې، دغه راز د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه اعلان وکړ، چې د القاعدې دويم نمبر مشرالمصري تېر کال په تهران کې وژل شوى و.

هغه چې د خپلې دندې له پاى ته رسېدو څو ورځې مخکې خبرې کولې، په ډاګه کړه چې د القاعدې غړي اوس د افغانستان د غرونو پرځای د ايران د حکومت تر څار لاندې په پلازمېنه تهران کې خوندي پټنځاى لري.

پومپيو ويلي: ” ایران د القاعده د اصلي جغرافیايي مرکز په توګه په حقیقت کې نوی افغانستان دی، بلکې تر هغه هم بدتر.”

نوموړي ادعا وکړه، چې القاعده غواړي په ايران کې له خپل خوندي پټنځاى څخه خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي او په سيمه کې د ځواکمنېدو په هڅو کې ده.

پومپيو ويلي: ” موږ د القاعدې ډلې او ایران ګواښ نا ګڼلی پرېیښی ، موږ باید دا ومنو، باید ورسره مقابله وکړو او په اصل کې ماتې ورکړو”.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، د القاعده غړي له تېرې ډېرې مودې راهسې په ایران کې خوندي ژوند لري.

هغه وايي ، له ۲۰۰۱ کال وروسته چې امریکا افغانستان ته ورغله د اسامه بن لادن کورنۍ ايران ته لاړه او له ۲۰۱۵ کال راهیسې ایران د القاعده مشرانو ته د مالي سمبالښت، ګرځېدو راګرځېدو، تبلیغاتو او د جنګي پلانونو موکه او اسانۍ په لاس ورکړې چې یو وخت دغه کړنې په پاکستان او افغانستان کې کېدې.

پومپيو وویل، داسې شواهد هم شته چې د سپټمبر د ۱۱ نېټې پېښو کې له القاعده سره د ایران د مرستې له شونتیا پرده پورته کوي، داسې چې په ۲۰۰۰ کال کې ځېنې سفرونه شوي چې ایران ورته پاسپورټونه او د سفر اړتیاوې ور پوره کړې دي.

د امريکا د بهرنیو چارو د وزير له څرګندونو يو ساعت وروسته د ايران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر ټویټر د خپل امریکايي سیال دا ادعاوې بې بنسټه وبللې اوهغه يې درواغجن ياد کړ.

هغه ليکلي :” اوس خلک نه تېروځي هغه کسان چې د سپټمبر د ۱۱ برید يې کړی، په منځني ختیځ کې د پومپیو د خوښې هېوادونو وګړي وو، نه ايرانيان”.

Visits: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.