ژبه

د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې د ټولي امر وژل شوی

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۲ لیندی ۱۳۹۹ - ۰۹:۱۶

Views: ۲۰۷

کابل (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٩): د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې امر دويم څارن مسيح الله د عملياتو پر مهال د وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د لېندۍ په ٢٢مه د خپلې امنيتي ناستې په راپور کې ليکلي چې مسيح الله پرون په کابل ښار کې د مجرمينو پر ضد د عملياتو پر مهال وژل شوى دى.

هغه زياته کړې چې د نوموړي قاتل معلوم شوى، حميد نومېږي، پوليس د هغه پر کور عمليات کړي، خو هغه له سيمې تښتېدلى و.

صالح ويلي چې د قاتل نوم له دې مخکې د کابل ښار د مجرمينو په لېست کې خپور شوى او د نيولو هڅې يې روانې دي.

د ولسمشر لومړي مرستيال له کابل ښاريانو غوښتي چې د مجرمينو په نيولو کې له امنيتي ارګانونو سره مرسته وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين هم د لسمې حوزې د ټولي د امر وژنه تاييد کړې ده.