ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اريانا نيوز يوه وياند ساه ورکړ

د اريانا نيوز يوه وياند ساه ورکړ

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٩): د اريانا نيوز يوه وياند فردين اميني په کابل ښار کې ساه ورکړې خو تراوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه شته.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي: ((نن له غرمې مخکې لسې بجې فردين د عبداللطیف زوى د پروان اصلي اوسېدونکى، اوس د کابل ښار د قصبې عربانو بلاکونو ( د منشي میرغلام ښارګوټي) ته له يوه نقري رنک ۲۱۲۱۹_۳ ش کابل پليټ موټر سره تللى و، د سيمې د خلکو په وينا، په ټيلېفون کې يې خبرې کولې او له موټره راښکته شوو، د غره پرلور يې منډې کړې او په تېره تيږه يې خپله غاړه پرې کړه ، چې شواهد شته .))

د ارين په خبره، کله چې د ښارګوټي ساتوونکي متوجه کيږي هڅه يې وکړه چې له ځان وژنې يې منع کړي، هغه يې روغتون ته انتقال کړو خو په ايمرجنسي روغتون کې يې ساه ورکړه .

سرچينې وويل چې په دې اړه هراړخيزې څېړنې روانې دي.

د فردين ايمني همکاران دغه پېښه تاييدوي خو په دې اړه نور جزييات يې ور نه کړل.

تراوسه ددغې پېښې څرنګوالى مشخص نه دى

دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته کيږي چې په ننګرهار کې تېره ورځ د( ليندۍ په ٢٠مه) د انعکاس په نوم د يوه تلوېزيون خبرياله ملاله ميوند د ناپېژاندو وسله والو له خوا له موټر چلوونکي سره ووژل شوه .

په دې اړه به نور جزييات وروسته په ډاګه شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.