Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اوبو نړیوالې ورځې سره هممهاله د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي د ځمکې لاندې اوبو کچې پر ټیټېدو او د څښاک اوبو ته پر نه لاسرسي اندېښنه څرګندوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د اوبو رسولو یو منظم سیسټم رامنځته کړي.
کابل ته د امریکايي پلاوي له سفر وروسته، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوه امريکایي بندي جورج ګلزمن د خوشي کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه امریکايي وګړی د اسلامي امارت له لوري د یوه «بشردوستانه اقدام په توګه» خوشی شوی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تابعیت کارټ لرونکو او بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو په وروستي ضربالاجل کې بدلون نه دی راغلی.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په لوېدیځو او سوېلي سیمو کې د سختو بادونو له امله تر اوسه ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې د تدارکاتو ملي ادارې په ۱۴۰۳ کال کې د ۷۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۵۲ پروژې منظورې کړې دي.
قزاقستان کې د هند سفیر اشوک سجانهر ویلي، نوی ډيلی د افغانستان د زیربنايي او اقتصادي بیارغونې لپاره په هڅو کې د قزاقستان د فعال ګډون ملاتړ کوي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به نن د افغانستان په اړه ناسته کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په یوه چارټر الوتنه کې ۱۳۲ افغان کډوال له اسلاماباده جرمني ته لېږدولي دي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په څلور اړخیزو لوبو کې خپله لومړۍ لوبه سبا له ګرینلنډ سره ترسره کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربوک په یوه خبري ناسته کې ویلي، تر کومه چې امکان ولري، له افغانانو سره به بشري او نورې مرستې کوي.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د عربي هېوادونو مشرانو د مصر په پلازمېنه قاهره کې د غزې د بیارغونې لپاره د دغه هېواد پلان تصویب کړ.
ملګري ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به په روانې میلادي میاشت کې د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان په اړه وینا وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP