Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان د کډوالو چارو ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر مرکز مهترلام سربېره په پنځو ولسوالیو کې د ۱۸ پروژو کارونه پيل شول او ۱۳۲۵ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوه.
د لغمان امنیه قومانداني وايي، پرون يې د غلو یوه اته کسیزه ډله یې نېولې چې د خلکو پر کورونو سربېره يې د کابل – جلالاباد لارې په اوږدو کې موټرچلوونکي او مسافر لوټل.
په میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې له ۱۸۰۱ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې وشوې.
د لغمان چارواکي وايي، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د دوو نورو پروژو کار پيل شو.
د لغمان د دولتشاه ولسوال وايي، د دې ولسوالۍ ۹۰۰ بېوزلو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول.
د لغمان د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت د دولتشاه ولسوالۍ له ۴۱ ښوونځیو ۳۲ یې ودانۍ نه لري.
د لغمان د کرنې ریاست وايي، پرون يې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ اړو کورنیو ۱۲زره چرګان، ۱۲۰ ټنه دانه او ځیني اړوند وسایل وېشلي دي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د مڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ يو شمېر خلک له حکومته غواړي چې دوی ته دې د برېښنا رسولو هغه پروژه بشپړه کړي چې د تېر نظام په وخت کې يې چارې پيل شوې وې.
د لغمان د کډوالو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاستونه وايي، نن د دغه ولایت په الیشنګ او دولتشاه ولسوالیو کې پر ۴۰۵ بېوزلو کورنیو نغدې پيسې او پر ۱۶۷ نورو اړو کورنیو خوراکي او غېر خوراکي توکي ووېشل شول.
د لغمان مسوولین وايي، نن د دغه ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د لغمان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي چې نن په دغه ولایت کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو غیرخوراکي توکي ووېشل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP