Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
غور کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا یو قومي مشر وژل شوی او په دې تړاو یو کس نیول شوی دی.
د هېواد یو شمېر ځوانانو بېکاري لویه ستونزه بللې، تېر حکومت یې د کارموندنې برخه کې پر بېکفایتۍ تورن کړی او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې کارموندنې ته لومړیتوب ورکړي.
غور کې ډاکټرانو او مسوولینو په دغه ولایت کې د اسکبیس جلدي ناروغۍ د پېښو ډېرېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې د پاکوالي په رعایتولو سره د دې ناروغۍ خپرېدو مخنیوی وکړي.
غور کې یو شمېر یتیمان ماشومان په داسې حال کې له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې مسوولین وايي، دغه ماشومانو لپاره یې د ښوونې او روزنې پروګرامونه پيل کړي دي.
د غور امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د یوه موټرسایکل چپه کېدو له امله یوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
د غور د ټولګټو ریاست په داسې حال کې د غور – هرات لویې لارې خلاصېدو خبر ورکوي چې د ځينو سرچینو په خبره، لا هم د دغه ولایت ځينې مواصلاتي لارې بندې دي.
د وروستیو سېلابونو له امله د غور جام منار زیانمنېدو په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د غور ځایي مسوولینو وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابدو ساتنې او ترمیم د رییس په مشرۍ یو پلاوی د یاد منار د وضعیت ارزونې په موخه غور ته ورغلی دی.
د غور ځایي مسوولین وایي چې نن سهار د اسلامي امارت یو پلاوی له کابل څخه د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته وررسېدلي او له ځان سره یې خېمې، درمل او خوراکي توکي هم وروړي دي.
سیمهییزې سرچینې وايي چې بادغیس کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس وژلی، بلخوا په غور کې د غلا په تور پنځه کسان نیول شوي دي.
غور کې ځایي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۸۰ ورزشکارانو په ګډون د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې دي.
د غور په پسابند ولسوالۍ کې «د پلار له کوره د یوې نجلۍ وړلو» قضیې په تړاو، د دې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او د استخباراتو امر له پنځو نورو کسانو سره نیول شوي او بندیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP