Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سیمهییزې سرچینې وايي چې بادغیس کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس وژلی، بلخوا په غور کې د غلا په تور پنځه کسان نیول شوي دي.
غور کې ځایي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۸۰ ورزشکارانو په ګډون د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې دي.
د غور په پسابند ولسوالۍ کې «د پلار له کوره د یوې نجلۍ وړلو» قضیې په تړاو، د دې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او د استخباراتو امر له پنځو نورو کسانو سره نیول شوي او بندیان شوي دي.
د غور د پوهنې مسوولینو د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو له هڅو خبر ورکوي او وایي، په دغه ولایت کې د شته ښوونځیو له ډلې څه باندې اویا سلنه یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې او تر خېمو لاندې درسونه وايي.
د غور ټولګټو ریاست وایي چې نن سهار د غور- کابل لویه لار او د دغه ولایت د لوېدیځو شپږو ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
د غور قومونو او قبایلو رییس له قومونو سره د همغږۍ په نوم یوه ناسته کې وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د جرګو له لارې د قومونو لسګونه اختلافي قضیې هوارې شوې دي.
غور کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یو سړی د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او د پېښې په تړاو اووه کسان نیول شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي چې یو کس په غور کې د وښو پر سر شخړه او یو ماشوم سرپل کې د یوې سرګلولې چاودنه کې وژل شوي دي.
د غور د والي ویاند وايي چې په دغه ولایت کې د افغانیو د زړو بانکنوټونو راټولولو پروسه پیل شوه.
د غور ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د نږدې ۳ زره کیلوګرامه اومان له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
فیروزکوه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): غور کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه په قطس کلي کې د درې میلیونه افغانیو په
د غور د والي د دفتر له خوا په دغه ولایت کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ادارې د فعالیت ځنډېدو په تړاو د اعلامیې په خپرېدو سره، یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه ښیي او وایي، له دې ګام سره به د هغوی ستونزې ډېرې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن