د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د پرمختګ او هوساېنې لپاره د مرستې لاس موسسې (HHRD) په مالي لګښت ۶۱۶ بېروزګاره ځوانانو ته حرفوي زدهکړې ورکړل شوې.
د ننګرهار ولايتي اداره وايي، په تورخم کې پاکستان ته د قيمتي ډبرو او پوځي مهماتو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وايي چې په اومه ناحيه کې د ۱۶،۸ میليونه افغانيو په لګښت، د څه کم درې کیلومترو سړک د کانکرېت کولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د هسکې مېنې ولسوال په يوه ترافيکي پېښه کې چې ۸ کسانو ته يې مرګژوبله اړولې، ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلينو د لوړو زدهکړو وزارت له خوا د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو بندولو پرېکړې په غبرګون کې اعتراض کړی دی.
د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې د صدام او عبدالقادر کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ١٢ کلنه دښمني پاى ته ورسېده.
جلالاباد (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): ننګرهار کې د ولايتي ادارې، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب د دوو کورنيو ترمنځ د کلونو دښمني په
جلالاباد (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار چارواکي وايي، د ماشومانو د ساتنې نړۍوالې ادارې او د بشري مرستو سازمان له لوري په دغه ولايت
جلالاباد (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې يې د يوې جاپانۍ مرستندويه موسسې په
د ننګرهار مسوولین وايي، په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې شپږ ملکي وګړي ټپيان کړل.
جلالاباد (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار کانال ریاست اړوند د زیتون فابریکې مسوولین وایي، د دغې فابریکې تخنیکي وسایل زاړه شوي او که ترمیم
د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي؛ دغهراز د بغلان په برکې ولسوالۍ کې بیا یوه کس پر دوو کسانو ډزې کړې، یو یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP