ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال ریاست: که د زیتون د پروسس فابریکې وسایل ترمیم نه شي ښايي فعالیت یې بند شي

د ننګرهار کانال ریاست: که د زیتون د پروسس فابریکې وسایل ترمیم نه شي ښايي فعالیت یې بند شي

author avatar
29 Nov 2022 - 17:48
د ننګرهار کانال ریاست: که د زیتون د پروسس فابریکې وسایل ترمیم نه شي ښايي فعالیت یې بند شي
author avatar
29 Nov 2022 - 17:48

جلال‌اباد (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار  کانال ریاست اړوند د زیتون فابریکې مسوولین وایي، د دغې فابریکې تخنیکي وسایل زاړه شوي او که ترمیم نه شي، ښایي د فابریکې فعالیت په ټپه ودرېږي.

د یادې فابریکې مسوولين وايي، د وسايلو د زړښت له امله د زيتونو د پروسس کچه هم کمه شوې ده.

د ننګرهار د کانال ریاست اړوند د زیتون فابریکې امر عتیق‌الله نایل وايي، که د فابریکې وسایل ترمیم نه شي نو ښایي فعالیت یې په ټپه ودرېږي.

نوموړي پژواک ته وويل، مخکې به یې د ورځې له ۲۰ تر ۲۵ ټنه زیتون پروسس کول، خو اوس یې د وسایلو د زړښت له امله دا کچه ډېره کمه شوې ده.

نایل زیاتوي: «د کانال اړوند د زیتونو فابریکې وسایل ترمیم او ځینې نوي‌والي ته اړتیا لري، ځینې یې بیخي له کاره لویدلي او ظرفیت یې کم شوی دی؛ پخوا به موږ د ورځې له ۲۰-۲۵ ټنه زیتون پروسس کول او حتا په یوه ساعت کې به مو ۱۲۰۰ کيلوګرامه زیتون پروسیس کول، خو اوس دا اندازه ۸۰۰ کيلوګرامه ته راښکته شوې ده.»

نوموړی په یاده فابریکه کې د برېښنا کمښت، د کارګرو کموالی او د نورو لازمو وسایلو نشتون هغه لامونه یادوي چې د دوى کار يې له ستونزو سره مخ کړى دى.

د یادې فابریکې کارګر وروستیو بې‌روزګاریو ته په کتو له خپله کاره راضي برېښي؛ خو د کاریګرو پر زیاتولو ټینګار کوي.

د دوی له ډلې د اميرشاه په نوم يوه کارګر پژواک ته وويل: «وسايل زاړه دي، کار زيات دی او کارګر کم دي، نو دغو دوو برخو کې بايد يوې برخې ته پاملرنه وشي.»

د ننګرهار ولايت د کانال اداره هم د تخنيکي وسايلو د زړښت ستونزه مني، خو وايي، له يو شمېر ادارو او د کرنې له وزارت سره يې د وسايلو د ترميم او يا هم نوي کولو خبرې روانې کړې دي.

د ننګرهار کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل پژواک اژانس ته وويل، څو ورځې وړاندې د کرنې وزير ننګرهار ته راغلی و او له دغې فابريکې څخه د ليدنې پرمهال يې ژمنه وکړه چې د فابريکې د تخنيکي ستونزو حل لپاره به کار وکړي.

غريبمل زیاتوي: «په ریښتیا چې هم ځینې وسایل یې زاړه شوي، خو د کرنې وزارت په هڅه کې دی چې د زیتونو فابریکې لپاره نوي وسایل خریداري کړي او همدارنګه په یاده فابریکه کې نورې ستونزې وي، نو ټولو ته به دحل لار ولټول شي.»

د ننګرهار کانال رياست د زيتون د پروسس فابريکه شاوخوا پنځه لسیزې وړاندې د زيتونو د پروسس لپاره رغول شوې وه چې هغه وخت يې د کارکوونکو شمېر سلګونو ته رسېده او توليداتو يې بهرنی بازار هم درلود.

د کانال ریاست مسولین وایي، کلونه وړاندې یې پر ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه زیتون کرلي وو چې د جګړو پر مهال یې سلګونه هکتاره له منځه تللي او اوسمهال یې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه زیتون پاتې دي چې د تخریب د مخنیوي لپاره ېې پر لارو چارو غور کوي.

Views: 184

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.