ژبه

د ننګرهار په اچين کې د ۲۸ ښوونځيو له زده‌کوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې يې د يوې جاپانۍ مرستندويه موسسې په همکارۍ د ۲۸ ښوونځيو له زرګونو زده‌کوونکو سره د قرطاسيې مرسته کړې ده.

د چارواکو په وينا، د دغې چارې موخه زده‌کړو ته د ماشومانو هڅونه او له هغوی سره همکاري کول دي.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزي د لېندۍ په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ اړوند د ۲۸ ښوونځيو پر زده‌کوونکو د افغانانو لپاره د روغتيايي مرستو متحد مرکز (UMCA) په نوم د جاپان د يوې خيريه موسسې په همکارۍ د ښوونځي بکسې، کتابچې او رنګه پنسلونه ووېشل شول.

دی وايي، دغه مرسته پر ۷۹۹۵ زده‌کوونکو وېشل شوې چې هر زده‌کوونکي ته يوه بکسه، دوه کتابچې او ۵ دانې رنګه پنسلونه ورکړل شول.

د ستانکزي د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې یادې موسسې په دغې ولسوالۍ کې له ۴۵ ښوونځيو سره د زده‌کوونکو د ناستې لپاره د سترنجيو او تورو تختو مرسته هم کړې وه.

دی وایي، ياده موسسه د ننګرهار په نورو ولسواليو کې هم پر ورته مرستو بوخته ده.

د ستانکزي په وينا، د دغو مرستو موخه زده‌کړو ته د ماشومانو هڅونه او د قرطاسيې په برخه کې همکاري کول دي.