ژبه

ننګرهار کې له سلګونو کورنیو سره نغدي او د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار چارواکي وايي، د ماشومانو د ساتنې نړۍوالې ادارې او د بشري مرستو سازمان له لوري په دغه ولايت کې پر ۶۰۰ بې‌وزله کورنيو د غير خوراکي توکو او نغدي مرستې ووېشل شوې.

د ننګرهار ولايت د طبعې پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس سيف‌الله خالد وايي، د ماشومانو د ساتنې نړۍوالې ادارې (سېف د چلډرن) په مالي ملاتړ يې په اچین ولسوالۍ کې ۴۴۹ کورنیو ته د غیرخوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

هغه زياته کړه، هرې کورنۍ ته ۹ قلمه مواد چې پکې ۹ کمپلې، دوه څادرونه، څلور جوړې جورابې، دوه جوړه واړه بوټان، څلور جمپرونه، ۵ متره رسۍ، دیګ بخار،  ۶ کاسې، چای جوش، ګاز ډبه، سولر ګروپ شامل وو، ورکړل شول.

دغه‌راز د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ چارواکي وايي، د بشري مرستو نړۍوال سازمان له لوري په دغې ولسوالۍ کې ۱۵۰ بې‌وزلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه.

د لعلپورې ولسوال قاري سردار ابوبکر پژواک ته وويل چې هرې کورنۍ ته ۱۴۱۳۶ افغانۍ ورکړل شوې.

 

ورته موضوع