ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې دوه کورنۍ له کلونو دښمني وروسته پخلا شوې

ننګرهار کې دوه کورنۍ له کلونو دښمني وروسته پخلا شوې

author avatar
13 Dec 2022 - 16:52
ننګرهار کې دوه کورنۍ له کلونو دښمني وروسته پخلا شوې
author avatar
13 Dec 2022 - 16:52

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): ننګرهار کې د ولايتي ادارې، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب د دوو کورنيو ترمنځ د کلونو دښمني په دوستي بدله شوه.

د معلوماتو له مخې، یاده دښمني د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د اوسېدونکو د يو پخواني طالب قوماندان مولوي نېک‌محمد رهبر او بل طالب قوماندان ميا قديرخان د کورنيو ترمنځ وه.

دغو دواړو کورنيو د جرګه‌کوونکو په هلو ځلو نن (د ليندۍ ۲۲مه) جلال‌اباد ښار کې يو بل ته بښنه وکړه او سره پخلا شوې.

د ننګرهار ولايت مقام رسنيو له دفتره پژواک ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند، د ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح، د يو شمېر نورو مسوولينو، قومي مخورو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د مولوي نېک‌محمد رهبر او ميا قديرخان کورنيو ترمنځ د کلونو دښمني ختمه او ترمنځ يې روغه جوړه وشوه.

ديني عالم او قومي مشر شيخ فداءمحمد د انسان ناحقه وژنه کبیره ګناه وبلله او غوښتنه يې وکړه څو دواړه کورنۍ په سوله او ورورولۍ کې ژوند وکړي.

هغه وويل، په همدې موخه يې هڅه وکړه چې د جرګې له لارې د دغو دواړو کورنيو ترمنځ دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شي او له دې وروسته په دوستۍ کې ژوند وکړي.

د ننګرهار استيناف محکمې رييس محمدګلاب فاروقي وويل، دواړو کورنيو له لوري پنځه کسان وژل شوي او د خوښۍ ځای دی چې يو بل ته يې بښنه وکړه.

د استيناف محکمې رييس وويل، که له دې وروسته يادې کورنۍ يو پربل تېری وکړي؛ نو د اسلامي امارت له صف څخه به په دايمي ډول اخراج شي.

د دواړو کورنيو په استازيتوب قاري محمد له مسوولينو، قومي مشرانو او ديني عالمانو مننه وکړه چې د دوی په روغه جوړه کې يې هلې ځلې کړي  دي.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، هڅه کوي چې دا ډول دښمنۍ د جرګو او منځګړتوب له لارې په دوستۍ بدلې کړي.

 

Visits: 298

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.