Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د شبرغان ښار ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې د خوراکي توکو او وچو مېوو له لوړو بیو شکایت کوي چې د دغه ښار ښاروالۍ د خوراکي توکو د بیو کنټرول په موخه د یوې کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي.
نن د روژې اوویشتمه ده او د کابل ښار بازارونو کې ډېره ګڼهګوڼه لیدل کېږي، هغه خلک چې د اختر لپاره د توکو پر پېرلو بوخت دي، د وچې مېوې بیې له ټيټېدو خوښ دي.
د کوچني اختر په را نږدې کېدو سره د سمنګان ځيني خیاطان او رخت پلورونکي وایي چې کاروبار یې د تېر کال په پرتله ښه شوی، خو خلک له اقتصادي ستونزو او د جامو ګڼدلو له لوړې بیې شکایت لري.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د اختر شپو او ورځو کې د امنیت د لا ټینګښت په موخه د ګډو ځواکونو دوه سوه کسیز ګارنیزیون جوړ شو.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي او ښار ته له ولسواليو راغلي خلک وايي چې د اختر په نږدې کېدو سره د رختونو او جامو ګنډلو نرخونه لوړ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د لوی اختر په درېیو ورځو کې د هېواد په کچه پرکانګو تبه ۱۵۹ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، د تېر لوى اختر په درېیو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۶۸ نور ټپيان شوي دي.
د تخار امنیتي مسوولین د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ او دغهراز خبرداری ورکوي، هر ملکي او نظامي کس چې د اختر ورځو په خوښۍ کې ډزې وکړي، نیول کېږي او سزا ورکول کېږي.
. . .
د ننګرهار او کونړ مسوولین وايي، د اختر په ورځو کې دغو ولایتونو ته د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۱۸۰ زره سیلانیان ورغلي دي.
د غزني د مرکز اړوند په اسفندې دښته کې د سپورټ او بدني روزنې امریت له خوا د کوچني اختر په مناسبت د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام ولري.
د کابل ژوبڼ یو شمېر لیدونکي د دغه تفریحي ځای له شتون او امنیت له ټینګښته یې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له سرپرست حکومته غوښتي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم تفریحي ځایونه جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP