Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پژواک راپور له خپرېدو وروسته په اروزګان ولایت کې د کافرکلا تاریخي سیمه له غصبه راوګرځول شوه او هغه کورونه ونړل شول چې دې سیمه کې په خپلسري توګه جوړ شوي وو.
ځایي مسوولین وایي چې اروزګان او جوزجان ولایتونو کې په ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي دي.
اروزګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې پرون د ديني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ د چارواکو، علماوو او قومي مخورو په منځګړتوب سوله وشوه.
د اروزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ځینې تاریخي سیمې لا هم د غاصبینو په ولکه کې دي چې باید بېرته راوګرځول شي.
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د تېرې شل کلنې جګړې قربانیانو یو شمېر کورنۍ له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې د جرمونو نړۍواله محکمه دې د دوی د عزیزانو قاتلین د عدالت مېز ته کش کړي.
د اسلامي امارت زعیم شیخ هبتالله اخندزاده پرون اروزګان ته سفر کړی او د دغه ولایت له مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره يې لیدلي دي.
اروزګان کې یو شمېر زدهکونکي وايي چې د مسلکي ښوونکو کموالي له امله یې درسي بهیر ټکنی دی او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
اروزګان کې مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چارچینو او ګيزاب ولسوالیو کې د نشهیې توکو د تولید درې کارخونې له کشف وروسته له منځه وړې دي.
اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د چارچینو ولسوالۍ په ساخر، کسته دوان او غوچک سیمو کې د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او مخورو په منځګړتوب د شپږو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه.
اروزګان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د اروزګان – کندهار لویې لارې د ۲۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ترکيې په مالي مرسته د شپږ میلیون افغانیو په لګښت یوې دیني مدرسې لپاره ودانۍ جوړه او نن پرانیستل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP