ترینکوټ (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): اروزګان کې یو شمېر زدهکونکي وايي چې د مسلکي ښوونکو کموالي له امله یې درسي بهیر ټکنی دی او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د کوټول سیمې ښوونځي د اتم ټولګي یوه زدهکوونکي بشیراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، پخوا د دوی سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه او ښوونځي یې تړلي وو خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ښوونځي بېرته فعال شوي دي.
خو دی وايي، ښوونکي يې کم دي او درسي بهیر يې ټکنی شوی دی.
بشیراحمد د پوهنې ریاست له مسوولینو وغوښتل چې په دې برخه کې دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي وویل: «اوس مهال يې یوازې درې مضمونونه ښوونکي لري او پاتې مضامین ورته د لوړو ټولګیو زدهکوونکي تدریسوي.»
د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ د مرکزي لېسې د یوولسم ټولګي زدهکوونکی عتیقالله هم وايي چې د ډېرو مضامینو لپاره يې ښوونکي نشته.
هغه له مسوولینو، په ځانګړې توګه د پوهنې له وزارته وغوَتل چي د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین د ښوونکو د کموالي ستونزه مني خو وايي، دا موضوع يې له وزارت سره شریکه کړې او د ۶۰۰۰ نوو ښوونکو د استخدام ژمنه يې ورسره کړې ده.
د اروزګان د پوهنې رییس مولوي شمسالله کامران پژواک اژانس ته وویل، د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال په دغه ولایت کې ډېری ښوونځي بند وو خو د اسلامي امارت په راتلو سره بېرته پرانیستل شوي دي.
هغه وايي: «د تېرې یوې ربعې په بهیر کې مو ۳۲ غيرفعال ښوونځي بېرته فعال شوي او تدریسي بهير يې پيل کړی دی.»
هغه وویل: «د پوهنې له وزارت او مشرتابه مو د اروزګان لپاره د ۶۰۰۰ ښوونکو تشکیل غوښتنه کړې او ژمنه يې هم راسره کړې چې له دې جملې څخه به ۳۵۰۰ ښوونکي د دیني مدرسو او ۲۵۰۰ ښوونکي د ښوونځيو لپاره وګومارل شي.»
کامران زیاته کړه، تېر کال په دغه ولایت کې د ټولو زدهکوونکو شمېر ۴۷ زره ته رسېده خو سږ کال همدا شمېر ۶۶ زره ته رسېږي او په وروستیو څلورو میاشتو کې ۱۹ زره زدهکوونکي تازه ښوونځیو کې شامل شوي.
د یادونې ده، اوس مهال اروزګان کې ۲۵۸ ښوونځي، ۹۵۰ محلي ټولګۍ او ۶۹۷ مدرسې فعال دي.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن