Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ننګرهار کې چارواکي وايي چې د پاکستان له مرکزي زندانه ۱۵ افغانان ازاد او په تورخم کې مسوولینو ته سپارل شوي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر زندانونو د ۴۲ بندي افغانانو د خلاصون پرېکړه وشوه.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت نه غواړي، افغانان د اوږد مهال لپاره د نورو په بشري مرستو متکي وي؛ په کار ده چې داسې پروژې پلي شي څو د افغانستان اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۵ افغانان چې پاکستان کې د قانوني اسناد نه لرلو له امله بندیان شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د روانې اپریل میاشتې په ۱۵مه له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر بیا پیلوي چې دې موضوع د یو شمېر افغانانو اندېښنې راپارولې دي.
د کراچۍ په ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۵۴ افغانان خوشي شوي دي.
د پاکستان له پلازمینې یوه ډله نور افغانان په الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شول.
د ملګرو ملتونو سازمان بشري مرستو همغږئ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې روان میلادي کال ۷/۲۳ میلیون افغانان چې ۵۲ سلنه یې ښځې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د یو شمېر پخوانیو ملي لوبغاړو په ګډون په کاناډا کې د (افغان کاناډا اتلانو) په نوم د کرکټ لوبډله جوړه شوه.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې ۳۱۰ افغان کډوال یې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.
له ایرانه د افغان زندانیانو د رالېږد کمېسیون معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه زره افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره او ۲۰۰ افغانان په زور یا داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن