منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو نږدې ۷۰۰ افغانان خوشي شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو نږدې ۷۰۰ افغان کډوال خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې روانه اونۍ ۶۹۴ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر پنځو ورځو په بند کې وو چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.