Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اته افغانان د اوکراین سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اته افغانان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د بلاروس له لارې اوکراین ته ننوځي، د اوکراین د سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې اته افغانان چې په ناقانونه توګه اوکراین ته تلل، نیول شوي دي. یاد افغانان په داسې حال کې د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري په «ریون» سیمه کې نیول شوي چې یوه یې د تېښتې هڅه درلوده.

د راپور له مخې، اوکرایني چارواکو ویلي چې د یادو کسانو د هویت او سرحدي سیمې ته یې د تللو د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې او دغه‌راز هغه کسان چې له هغوی سره یې مرسته کړې، و به پېژندل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.