د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له یو شمېر افغان سوداګرو سره د افغانستان په کانونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو پر راجلبولو او په دې برخه کې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.
ننګرهار کې ځيني سوداګر او د سوداګرۍ خونه وايي، د پاکستان حکومت له لوري پر یو شمېر ټرانزیټي توکو د پروسس فیس په نوم د ۱۰ سلنه مالیاتو وضع کول او پر ټرانزیټي محمولو د ۱۰۰ سلنه بانکي تضمین غوښتنه، د اپټا تړون خلاف دي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وایي، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي یې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره له افغان چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي او هغه هم ویلي چې د ګډ کار له لارې باید ستونزو ته مناسبه لار پیدا شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن