Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
مزارشریف (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د څلورم پورت اړوند نایباباد سټېشن له بیارغونې وروسته فعال او
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي چې په تېره چنګاښ میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۶۵ زره او ۷۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال په اردن کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۲ زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۵۹۰۰ ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.
د بلخ ولایت له مزارشريف ښار څخه تر ازبکستانه پورې د ۷۵ کیلو متره په اوږودوالي د اوسپنې پټلۍ د بيارغونې چارې د ۶،۳ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوې.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي، یوه بهرنی شرکت غواړي چې د افغانستان د کانونو د استخراج په بدل کې، د ريل پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له ترکمنستان سره د انتقالاتو د زیاتېدو، د سوداګرو د ستونزو حل او د لا ښې همغږۍ په موخه د دواړه هېوادونو اوسپنې پټلۍ له مسوولینو څخه یو ګډه کمېټه جوړېږي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي، ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نورو افغان محصلینو روزنې او په دې برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۰۸ زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې شپږ زره ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.
د هېواد اوسپنې پټلۍ ادارې د «ریلي پراختیا» په موخه د ایراني کنسرسیوم شرکتونو له مسوولینو سره وکتل او له یادو شرکتونو یې وغوښتل چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان، ازبکستان او پاکستان استازو د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې پر لاره چې په افغانستان کې له مزار څخه پیل او د پکتيا تر «خرلاڅې» بندر پورې رسېږي، هوکړه وکړه.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۱ زره متریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن