کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت ویلي چې د مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې تړون له ازبکستاني شرکت سره د دوو نورو کلونو لپاره نوی شو او دغه راز د دې پټلۍ پر ترمیماتو هم هوکړه شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، ازبکستان ته د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ د معین مولوي محمداسحاق صاحبزاده او ورسره پلاو د سفر په ترڅ کې د ازبکستان د سوګندیانا ټرانس شرکت له رییس سره د مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې قرارداد د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره تمدید شوی دی.
هغه ویلي، په دغه سفر کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د معین او د ازبکستان د اوسپڼې پټلۍ د رییس ترمنځ د افغان – ټرانس پروژې د امکانسنجۍ مطالعاتو پیلېدو په اړه او د مزارشریف – هرات اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارو ترسره کولو لپاره هم هوکړه شوې ده.
حقشناس ویلي، په دغه سفر کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین او د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ترمنځ د حیرتان د رېلي ترمیماتو پروژې تمدید په موخه قرارداد هم لاسلیک شو.
هغه وایي، د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان ترمنځ د افغان – ټرانس پروژې د عملي چارو پیلېدو په اړه هم خبرې شوې، اوزبېکستان د دې پروژې د امکانسنجۍ مطالعاتو د تمویل مالي مسوولیت پر غاړه اخیستی او ټاکل شوې چې د هغې عملي کارونه به ژر پیل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د مزارشریف – هرات اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین کار د اوزبېکستان له خوا پیل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP