Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بامیان سیمهییز مسوولین وايي، تېر کال په دغه ولایت کې له ښار او ولسوالیو د لسګونو ښځو په ګډون څه باندې۳۰۰ پر نشهیي توکو روږدي کسان راټول شوي وو چې اوس یې درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
د بامیان په ګډون د هېواد په یو شمېر سیمو کې لا هم د ښځو غږ د خپلو لومړنیو حقونو تر لاسه کولو لپاره خاموشه دی. مهر د ښځو هغه شرعي او قانوني حق چې د نکاح تړلو پر مهال ټاکل کېږي خو دا حق ډېرو مېرمنو لپاره یوازې د نکاح پر پاڼه لیکل شوې یوه کلمه ده.
د بامیان امنیتي مسوولین وایي چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې دغه ولایت کې د قتل او غلا په ګډون د ۱۷۰ جنایي قضیو په تړاو نږدې ۴۰۰ کسان نیول شوي دي.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړولو کار پیل شو.
د بامیان د مرکز اړوند د زرګران کلي په یوه خټین کور کې یوه مېرمن د خپل ژوند دردوونکې کیسه بیانوي؛ د یوه داسې ناسم دود کیسه چې له مخې یې لا هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې مخکې له زېږونه د نجونو د ژوند برخلیک ټاکل کېږي.
د ټولګټو وزارت وایي، د بغلان – بامیان لویه لار چې د تاله او برفک ولسوالۍ اړوند څو سیمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
ځایي مسوولین وایي چې د بامیان په سیغان ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو د پنځو شبکو جوړولو چارې پيل او دغه راز په کندوز کې بیا د ۱۹۸ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت د شپږ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو چې دغه ولایت د ورس او اشترلي ولسوالیو له لارې له دایکنډي سره نښلوي.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د ۲۷۲ میلیون افغانیو په لګښت د لسګونه پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې چې شاوخوا ۵۰ زره کسان یې په مستقیم ډول له ګټو برخمن شوي دي.
بامیان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د مرغانو د غیرقانوني ښکار په تور لس کسان نیول شوي دي.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي چې د درنې واورې ورېدو او سخت توپان له امله له ګاونډو ولایتونو او اووهګونو ولسوالیو سره د دغه ولایت مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت ټولې مواصلاتي لارې چې د واورې ورېدو او توپان له امله تړل شوې وې، وروسته له ۲۴ ساعتونو د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP