Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې په یوه شخړه کې دوه کسان وژل شوي

بامیان (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د شخصي خصومت له امله رامنځته شوې یوه شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي.

د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز د لومړۍ ناحیې اړوند د «سراسیاب» کلي دوه اوسېدونکي د یوې نښتې په پایله کې د چره‌ييز ټوپک په ډزو وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې یاده پېښه تېره شپه شوې ده.

هغه د یادې پېښې انګېزه شخصي دښمني یاده کړه او د جزئیاتو له ورکولو پرته یې وویل چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.