Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د اوبو رسولو د اوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې

بامیان (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۴): بامیان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو شبکو د جوړولو کار پیل شو.

د باميان د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروژې د کهمرد ولسوالۍ په بنق بالا، کليچ، شپشته، زير دره ګيلي، کريمک او چهارتاق پیتاب کليو کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ پلي کېږي.

د هغه په ​​خبره، د دغو پروژو ټول لګښت ۲۸ ميليون او ۴۰۰ زره افغانۍ دی او پلي کول به د ځايي اوسېدونکو د روغتيايي وضعیت په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.

د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د خلکو پر یووالي او پیوستون ټینګار وکړ او ویې ویل، د سیمه‌ییزې ادارې مشرتابه هڅه کوي چې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پراختیایي پروژې پلي کړي څو ټول خلک عامه خدماتو ته لاسرسی ولري.

ورته مهال، د بامیان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا ضیاءالله خادم وویل چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ، ۱۱ جوماتونه، یوه دیني مدرسه او دوه ښوونځي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغه راز، ځايي اوسېدونکي هم د یادو پروژو هرکلی کوي او د ستونزو د اساسي حل په برخه کې یې یو اغېزناک ګام بولي.

د سیمې یوه اوسېدونکي محمدالدین پژواک ته وویل، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي چې د دغو پروژو په عملي کېدو به دا ستونزې تر ډېره حل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.