Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د ۳۲ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول

بامیان (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): د بامیان ولایت په مرکز کې د اسلامي ارزښتونو دودولو، د ودونو د ډېرو لګښتونو کمولو او له ناسمو ټولنیزو رواجونو سره د مبارزې لپاره د ۳۲ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.

د امام جعفر صادق مدرسې مسوول محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په نهم پړاو کې نن (پنجشنبه) په دغه ولایت کې د خیرغوښتونکو خلکو او د ایت‌الله محقق کابلي د دفتر په مرسته د دې مدرسې له لوري د ۳۲ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.

نوموړي زیاته کړه، یاد مراسم د ناسمو دودونو د له ‌منځه وړو، د بې‌ځایه لګښتونو کمولو او د اسلامي ارزښتونو دودولو په موخه ترسره شول.

احمدي ټینګار وکړ، په یاد پروګرام کې هغه کسان شاملېږي چې د واده د مراسمو ترسره کولو وس نه لري، لومړی واده یې وي او عمرونه یې له ۲۱ کلونو پورته وي.

ورته مهال، بامیان کې د ایت‌الله محقق د دفتر استازي نعمت‌الله صادقي واده یو سنت وباله ویې ویل: «په اسلام کې تر ټولو غوره واده تر ټولو اسانه واده دی؛ ډېر لګښتونه او ناسم دودونه چې د ځوانان د شرعي واده مخه نیسي، جایز نه دي او باید مخه یې ونیول شي.»

نوموړي زیاته کړه، دا غوره ده چې د واده دا ډول ګډو مراسمو ملاتړ وشي او د شرعي نکاح زمینه برابره شي.

هغه جوړې چې په دغه پروګرام کې شاملې وې، هغوی هم د دغو مراسمو په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه.

یو ګډونوال غلام‌علي وویل: «نږدې درې کاله کېدل چې کوژده مې کړې وه خو د درنو لګښتونو او دودونو له امله مې واده ونشو کړای.»

هغه زیاته کړه، ډېری بې‌وزله ځوانان د واده د لګښتونو نه پوره کولو له امله له واده پاتې کېږي او په پای کې ناقانوني کډوالۍ او یا هم ناسمو لارو ته مخه کوي.

د یادونې ده، په وروستیو کلونو کې له بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې او د ساده ودونو دودولو په موخه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ودونو د ګډو مراسمو ترسره کول ډېر شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.