Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر کال بامیان کې د ۱۷۰ جنایي قضیو په تړاو نږدې ۴۰۰ کسان نیول شوي

بامیان (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۴): د بامیان امنیتي مسوولین وایي چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې دغه ولایت کې د قتل او غلا په ګډون د ۱۷۰ جنایي قضیو په تړاو نږدې ۴۰۰ کسان نیول شوي دي.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا نن په یوې خبرې غونډه کې وویل، دغه ولایت کې په جنایي جرمونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د هغه په خبره، د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې ۱۷۰ جنایي پېښې لکه قتل، غلا، کورنی تاوتریخوالي او د نورو جرمونو قضیې ثبت شوې چې د دغو قضیو په تړاو ۳۹۷ تورن کسان نیول شوي او د څېړنې په موخه یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوې دي.

نوموړي وویل، دا په داسې حال کې ده چې دغه ولایت کې د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې ۳۸۶ جنايي قضیې ثبت شوې وې.

ده په ټول هېواد کې د امنیت د ټنګېدو ډاډ ورکړ او ویي ویل چې امنیتي ځواکونه د خلکو د مال او ځان ساتنې لپاره شپه او ورځ هڅه کوي او هیچا ته به د غیرقانوني فعالیتونو چې د خلکو ارام له منځه وړي اجازه ورنه‌کړي.

رسا د ترافیکي پېښو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د تېر کال په ترڅ کې دغه ولایت کې ۱۶۵ ترافیکي پېښې ثبت شوې چې د هغو په پایلو کې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړه، د ترافیکي پېښو د کمولو لپاره د چک‌پاینټونو زیاتول، د لایسنس وېشل، د کم‌عمره ماشومانو د موټرچلونې مخنیوی او د ښار په کچه د ترافیکي اشارو نصبول په پام کې لري څو راتلونکې کې د پېښو مخنیوی وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.