Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بدخشان ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پلاوی وايي، د یاد ولایت پېژندلی عالم مولانا میرزاشاه اخګر لس د قلم فرهنګي او لرغوني اثار چې له ۱۰۰ کلونو ډېر قدامت لري، په ملي موزیم کې ثبت شوي دي.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله د موږکانو دوا په خوړلو سره ځانوژنه کړې ده.
په بدخشان ولایت کې سرچینې وايي چې د سیمهییز حکومت په منځګړیتوب په خاش ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ شل کله دښمني پای ته ورسېده.
د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست له ناروې کمېټې او د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) سره په همکارۍ، په دغه ولایت کې د ملخانو افت پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل کړ.
د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، ګرځندوی سربېره پر اقتصاد پر ټولنیزو، سیاسي او کلتوري ارزښتونو هم مثبت اغېز لري چې له همدې امله باید د ګرځندوی د جاذبې په اړه په هېواد کې لازم پوهاوی ورکړل شي.
د بدخشان سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې یوه ۲۵ کلن ځوان د کورنيو ستونزو له امله ځان زندۍ کړی او وژلی دی.
فیضاباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د «بانوان» راډیو چې یوه اونۍ مخکې
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په بدخشان ولایت کې سلګونو بېځایه شوو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده؛ دغه ماشومان د درس وېلو زمینې له برابرېدو خوښ دي خو د معیاري ټولګیو جوړېدو او درسي توکو غوښتنه کوي.
د بدخشان طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست وايي، د تېرې شپې زلزلې له امله ۵۰ کورونه قسمي تخریب شوي او یو کس ټپي شوی دی.
د بدخشان ولایت مسوولین وایي، یوه کس چې غوښتل یې په فیضاباد ښار کې د کابل بانک د ننوتلو دروازې ته څېرمه ځانمرګی برید وکړي، موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی دی.
کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د کابل او بدخشان حکومتي مسوولین وایي چې په دغو ولايتونو کې د ۲،۸ میلیون نیالګيو اېښودلو کمپاین پيل شو.
د امریکا د ځمکپېژندنې اداره وایي، نن شاوخوا ۱۱:۵۱ دقیقې د افغانستان په شمال ختیځ کې د ريښتر په کچه ۴.۲ درجې زلزله شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP