ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او بدخشان کې د ۲،۸ میلیون نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

کابل او بدخشان کې د ۲،۸ میلیون نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د کابل او بدخشان حکومتي مسوولین وایي چې په دغو ولايتونو کې د  ۲،۸ میلیون نیالګيو اېښودلو کمپاین پيل شو.

په کابل کې د نیالګیو اېښودلو د پیل مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوی محمدخالد سجستاني وویل چې دا مهال شاوخوا ۹۰۰ زره نیالګي د ښاروالۍ په قریو کې موجود دي.

نوموړی وایي، په ۱۴۰۲ کال کې به په کابل کې ۶۰۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي او دغه راز زينتي بوټې اېښودل شي.

دی وایي، د روان کال په اوږدو کې هم د کابل ښاروالۍ په دغه ولایت کې ۲۵۰ زره نیالګي اېښي دي.

هغه د کابل له ښاریانو غوښتنه وکړه چې د نیالګيو په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ د سرسبزې رییس مولوی عبدالوکیل متوکل وویل، د کابل اوسېدونکي پر دې ځانونه نه پوهوي چې د ونو پرې کول جرم دی.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې سږ کال هم په ځينو ریاستونو، وزارتونو او عامه ځایونو کې خلکو ونې پرې کړې دي.

نوموړی وایي: «په کال کې پر یوې ونې باندې ۳۵۰۰ افغانۍ لګښت راځي او که چا غوڅه کړه، نو تاوان به ترې اخیستل کېږي او په دې برخه کې هيڅوک استثنا نه دي.»

ده هم له خلکو غوښتنه وکړه چې د ونو اېښودو او ساتنه کې دې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

دغه راز د یو بل خبر له مخې، نن په بدخشان ولایت کې هم د نیالګیو اېښودو لړۍ پیل شوه.

د یادو نیالکیو اېښودنې د پيل مراسمو کې د بدخشان ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس قاري قطب‌الدين وويل چې د راتلونکي کال په اوږدو کې به په دغه ولایت کې څه باندې دوه ميليون او ۲۰۰ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېښودل شي.

هغه زياته کړه، په دغو نيالګيو کې ۲۰۰ زره مثمر او دوه میلیون نور بیا غیرمثمر دي چې د ښار د ښکلا او چاپېریال ساتنې په موخه اېښودل کېږي.

د یادونې ده، د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د نیالګیو اېښودلو چارې پيل شوې دي.

Visits: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.