ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان اوسېدونکي: د ګرځندوی جاذبو په اړه دې لازم پوهاوی ورکړل وشي

د بدخشان اوسېدونکي: د ګرځندوی جاذبو په اړه دې لازم پوهاوی ورکړل وشي

author avatar
1 May 2023 - 18:20
د بدخشان اوسېدونکي: د ګرځندوی جاذبو په اړه دې لازم پوهاوی ورکړل وشي
author avatar
1 May 2023 - 18:20

فیض‌اباد (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۱): د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، ګرځندوی سربېره پر اقتصاد پر ټولنیزو، سیاسي او کلتوري ارزښتونو هم مثبت اغېز لري چې له همدې امله باید د ګرځندوی د جاذبې په اړه په هېواد کې لازم پوهاوی ورکړل شي.

د هغوی په خبره، سره له دې چې د ګرځندوی صنعت په اړه په بدخشان کې هیڅ ډول پوهاوی نه دی ترسره شوی، خو زرګونه کورني او بهرني سیلانیان د دغه ولایت له زړه راکښونکو ځایونو څخه لیدنه کوي.

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار اوسېدونکی عبدالقادر مجددي دغه ولایت ته د ډېر شمېر سیلانیانو پر ورتګ د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وایي، له اقتصادي انزوا څخه د بدخشان د ایستلو لپاره باید په دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت په مډرن ډول پیاوړی شي، څو د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو غوښتنې پوره شي.

هغه وویل، په دې اړه د ګرځندوی له ملاتړو بنسټونو او د یاد ولایت له چارواکو سره د وردوج ولسوالۍ په ابشار یخشیره سیمه کې -چې د یاد ولایت یو له جذبونکو ځایونو څخه ګڼل کېږي-  د یوې مناسبې او خوندي فضا رامنځته کولو په اړه خبرې شوې او د مسوولینو له لوري له دغو وړاندیزونه څخه ملاتړ شوی دی.

د فیض‌اباد ښار یو بل اوسېدونکی قاري احمدجاويد تینګار کوي چې په دغو ورځو کې ګڼ شمېر داخلي سیلانیان له کوم پوهاوي پرته د بدخشان له زړه راکښونکو ځایونو څخه لیدنه کوي او په دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت د پیاوړتیا لپاره باید د سیلانیانو د جذبولو ساحو کې سیاحتي غرفې جوړې شي او هغه ځايي او لاسي صنایع چې د بهرني او داخلي سیلانیانو د خوښې وړ دي، عرضه شي.

هغه له خلکو او حکومته غواړي چې په یاد ولایت کې د توریزم صنعت د ودې او د چاپېریال، لاسي صنایعو او د ګرځندوی ارزښتونو ساتلو لپاره پوهاوی ورکړي او همداراز هغو کسانو ته چې په دغه برخه کې د نوښت انرژي لري، زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې، سمیع الله او سیلاب چې د کندهار ولایت اوسېدونکي دي او د سیاحت لپاره بدخشان ته راغلي، د دغه ولایت د رودونو، اوبو، هوا او چینو پر ستاینې سربېره وایي، دوه ورځې کېږي چې د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د یخشیره ځړوبۍ، د بهارک ولسوالۍ د حکیم بای بڼ او د بدخشان له نورو تفریحي ځایونو څخه یې لیدنه کوي.

هغوی زیاتوي چې امنیت تامین دی او له هیڅ ډول اندېښنې پرته د یاد ولایت د تفریحي ځایونو له لیدلو څخه خوند اخلي او له نورو هېوادوالو او بهرنیو ګرځندویانو څخه غواړي چې بدخشان ته راشي او د دغه ولایت له په زړه‌پورو ځایونو څخه خوند واخلي.

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر صدیقي لعلزاد وایي، دغه ولایت د هېواد یو له توریستي ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې ډېر شمېر طبیعي جاذبې، وحشي ژوي، طبیعي ساحې، تاریخي ابدې او لوغونې سیمې لري او هر یو یې د سیلانیانو په جذبولو کې ځانګړی رول لوبوي.

نوموړي زیاته کړه، د امنیت خوندیتوب ته په پام په تېره یوه اونۍ کې له کندهار، زابل، هلمند او هرات په ګډون د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه زرګونه داخلي سیلانیان بدخشان ته راغلي او د دغه ولایت له طبعي منظرو څخه یې لیدنه کړې ده.

هغه زیاتوي، بدخشان کې د سیل او سیاحت لپاره د ارغنجواه ولسوالۍ شیوه سیمه او د واخان ولسوالۍ پیامیرات سیمه د یادونې دي چې پړانګان، مارکوپولو هوسۍ او مارخوړونکي وزې لري او اوسمهال پر واورو پوښل شوې؛ همداراز نورې طبیعي ښکلاګانې لکه د شهدا ولسوالۍ د یاسیج چینه، د یخشیره ځړوبۍ او د کوکچې سیند شاوخوا چې د سیلانیانو د جذبولو لپاره ښه بستر دی.

نوموړی وايي چې تېر کال له بېلابېلو هېوادونو لکه امریکا، روسیې، بلاروس، چین، ایټالیا او هالنډ څخه  لسګونه بهرني سیلانیان بدخشان ته ورغلي وو او د واخان ولسوالۍ له پامیرونو، وحشي ژوو او طبیعي منظرو څخه یې لیدنه وکړه.

Visits: 131

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.