ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې سلګونو بې‌ځایه شوو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې

بدخشان کې سلګونو بې‌ځایه شوو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې

author avatar
29 Mar 2023 - 14:19
بدخشان کې سلګونو بې‌ځایه شوو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې
author avatar
29 Mar 2023 - 14:19

فیض‌اباد (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په بدخشان ولایت کې سلګونو بې‌ځایه شوو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده؛ دغه ماشومان د درس وېلو زمینې له برابرېدو خوښ دي خو د معیاري ټولګیو جوړېدو او درسي توکو غوښتنه کوي.

زده‌کوونکي چې کلونه مخکې له کندوز، تخار او د بدخشان ولایت له ولسوالیو فیض‌اباد ښار ته کډه شوي، د زده‌کړو زمینې له برابرېدو قدرداني کوي.

خو دغه زده‌کوونکي د ښوونکو او درسي توکو له کمښت او د څښاک پاکو اوبو او مناسب درسي چاپېریال له نشتوالي شکایت لري او د پوهنې له ریاست او مرستندویه بنسټونو د دغو ستونزو د هواري غوښتنه کوي.

۱۱ کلنه مسعوده چې د بدخشان د یفتل‌پایان له ولسوالۍ څخه له خپلې ۷ کسیزې کورنې سره د فیض‌اباد ښار ته بې‌ځایه شوې، د دغه ټولګیو له جوړېدو هرکلی کوي.

خو مسعوده د قلم، کتابونو، کتابچو، د معیاري درسي ټولګیو او څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، که قلم، کتابچه او د څښاک پاکې اوبه ورته برابرې شي، لا به خوشحاله شي.

هغه چې د شېرخان د دغه نوي جوړ شوي لومړني ښوونځي په څلورم ټولګي کې درس وايي، هیله لري چې په راتلونکي کې ډاکتره شي او د لوړو ټولګیو دروازې هم ژر تر ژره د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

یوازې مسعوده نه ده چې د درس ویلو او ډاکتر کېدو هیله لري، ۱۲ کلنه محبوبه د بېوزلۍ او ناچارۍ له امله له یاوان ولسوالۍ څخه بې‌ځایه شوې او له خپلې کورنۍ سره فیض‌اباد ښار ته راغلې او دا مهال په یاد ښوونځي کې درس وايي.

هغه د چې د یاد ښوونځې له جوړېدو خوشحاله ده او په ډېره مینه خپل درس وايي، د مسعودې په شان هیله لري چې د نجونو پر مخ له شپږم پورته ټولګي هم پرانیستل شي.

محبوبه وايي: «درس وایم چې په راتلونکي کې ډاکټره شم او خپلو خلکو ته خدمت وکړم.»

په ورته مهال، احمد هم د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له سیاسي بدلون مخکې د جګړو او بې‌کارۍ له امله د کندوز ولایت د فیض‌اباد له کارتې، د بدخشان ولایت فیض‌اباد ښار ته راکډه شوی دی.

هغه د یادو درسي ټولګیو له جوړېدو خوښ دی خو د درسي توکو، پاکو اوبو او مناسب درسي چاپېریال له نشتوالي شکایت کوي.

نوموړی وايي، درې ټولګي ورته جوړ شوي چې په یوه وخت کې نږدې ۵۰ زده‌کوونکي پکې درس وايي او د هوا په ګرمېدو سره ښايي بېلابېلې ناروغۍ د دوی روغتیا وګواښي.

دغه زده‌کوونکي د بدخشان د پوهنې له ریاست او نړۍوالو موسسو غواړي چې د ښوونځیو ودانۍ، د څښاک پاکو اوبو، مسلکی ښوونکو او درسی توکو برابرولو برخه کې جدی اقدامات وکړي.

د شیرخان مختلط لومړني ښوونځي سرمعلم بازمحمد، بې‌ځایه شوو ته د یاد لومړني ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، ۵۱۲ نجونو او هلکانو ته چې د بدخشان له ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه فیض‌اباد ښار ته بی‌ځایه شوي، د زده‌کړې او تعلیم زمینه برابره شوې ده.

د هغه په وینا، د یاد ښوونځي په شاوخوا کې مېشتې ۱۲۰۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د قلم، کتابچې او نورو اړینو درسي توکو پېرلو توان نه لري.

بازمحمد څرګنده کړه چې اوس‌مهال ۵۱۲  زده‌کوونکو ته له لومړي تر پنځم ټولګي پورې ۱۱ ټولګي چمتو شوي چې د شپږو ښوونکو له خوا ورته تدریس کېږي.

خو هغه زياته کړه، دا اسانتياوې کافي نه دي او له سرپرست حکومت او نړۍوالو موسسو څخه يې وغوښتل چې دغه ښوونځي ته دې ودانۍ، نور ښوونکي، د څښاک پاکې اوبه او درسي مواد برابر کړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپله فیسبوکپاڼه کې د «څوک له ښوونځي سره مینه لري؟ لاسونه پورته!» تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی او ویلي، دغه زده‌کوونکي اوس په هغو کورونو کې چې د ټولګیو په توګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا جوړ شوي، په موقت ډول زده‌کړې کوي.

خو سرچینې لیکلي: «د دې ترڅنګ، افغان ښځو ته د ښځو موسسه (WAW) زموږ یو همکار دفتر، سږ کال د یوه نوي ښوونځي جوړولو چاری پيلوي څو زده‌کوونکي په ښه چاپېریال کې زده‌کړې وکړي.»

دغه‌راز، د بدخشان د کډوالو چارو رییس مولوي محمدیونس جهادمل وايي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا په اساسي او پاخه ډول د ۱۲ ټولګیو لرونکي یوه ښوونځي جوړولو لپاره بودجه په پام کې نیول شوې چې ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، سربېره پر دې د یاد سازمان په مالي مرسته په ورته ظرفیت یو بل ښوونځی هم د فیض‌اباد ښار د لومړۍ ناحیې په کته‌خرمن سیمه کې د دوی په پلان کې دی.

جهادمل زیاته کړه، د دوی ادارې د نړۍوالو سازمانونو او پوهنې ریاست په همکارۍ ۴۰۰  بې‌‌ځایه شوو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړې ده او همداراز یو شمېر نور بې‌ځایه ماشومان یې د عامې روغتیا او احصایې او معلوماتو ریاستونو ته د روغتیايي او هویتي ستونزو هواري لپاره ورپېژندلي دي.

Visits: 147

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.