د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۰ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي وو چې د لس زرو کسانو درملنه شوې او خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
مزارشریف (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۲): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په دغه ولايت کې د دولتي برېښنا بيه لوړه ده او د
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې دغه ولایت ته له دوه سوو ډېر بهرني او زرګونه کورني سیلانیان ورغلي دي.
بلخ کې د ځمکني توتانو کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې او اوسمهال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه یاد توتان کرل شوي دي.
مزارشریف (پژواک، ٧ غویی ۱۴۰۲): په بلخ ولایت کې یو شمېر زدهکوونکې او زدهکړیالانو د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د غالیو اوبدلو
. . .
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د چرګانو عصري او معیاري حلالځای (کشتارګاه) جوړ شو.
بلخ کې د وچې مېوې پلورونکي وایي چې د تېر کال په پرتله یې کاروبار ښه شوی، خو د دغه ولایت اوسېدونکي بيا د وچې مېوې بیو له لوړېدو شکایت کوي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د خبریالانو په نوم څلورلارې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ د پوهنې ریيس وایي، روان کال د دغه ولايت په کچه ۱۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري خو هڅه کوي چې دا او نورې ستونزې حل کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې یې پر ۲۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي او هم یې ۳ کسان د نشهيي توکو د تولید او پلور په تور نیولي دي.