ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر زده‌کړو بندیز؛ بلخ کې ډېر شمېر نجونو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده

پر زده‌کړو بندیز؛ بلخ کې ډېر شمېر نجونو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده

author avatar
27 Apr 2023 - 12:03
پر زده‌کړو بندیز؛ بلخ کې ډېر شمېر نجونو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده
author avatar
27 Apr 2023 - 12:03

مزارشریف (پژواک، ٧ غویی ۱۴۰۲): په بلخ ولایت کې یو شمېر زده‌کوونکې او زده‌کړیالانو د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

هغوی له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ بېرته پرانیزي.

مژده رحیمي د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم ټولګي محصله ده.

هغه وایي، د سرپرست حکومت له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو ورسته یې د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

سمیرا حیدري هم تېر کال د کانکور ازموینې له ګډون وروسته اقتصاد پوهنځي ته بریالۍ شوې او دا مهال د غالیو اوبدنې یوې کارخونې کې پر کار بوخته ده.

تمنا د نهم ټولګي زده‌کوونکې چې اوس مهال یې د غالیو اوبدلو ته مخه کړې وایي، نږدې ۶۰۰ ورځې کېږي چې ښوونځی یې پر مخ تړل شوی او له حکومته یې د بېرته پرانیستو غوښتنه کوي.

فاطمه جعفري د بلخ پوهنتون یوه بله زده‌کړیاله ده، هغه هم وایي چې ښځې د ټولنې یوه مهمه برخه ده او دا برخه یوازې د خیاطۍ، غالیو اوبدلو او نورو کارونو لپاره جوړې نه دي.

هغه وایي، حکومت دې د ښوونځیو او پوهنتونونو په پرانیستلو سره دوی ته اجازه ورکړي چې د خپلې خوښې څانګو کې زده‌کړې وکړي او د هېواد لپاره د خدمت جوګه وګرځي.

صالحه غلامي د غالیو اوبدلو د یو شمېر مرکزونو مسووله وایي، دوی د بلخ ولایت په کچه پنځه د غالیو اوبدلو مرکزونه لري.

غلامي زیاتوي، له دوی سره په یادو مرکزونو کې شاوخوا ۶۰۰ نجونې کار کوي او ۸۰ سلنه یې د ښوونځیو زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې دي.

بلخوا د بلخ ولايتي مسوولین بیا د یادو نجونو د ملاتړ ترڅنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په اړه له هلو ځلو خبر ورکوي.

د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس وایي، حکومت د نجونو د کار او زده‌کړو مخالف نه دی او د ټولو هغو ښځو ملاتړ کوي چې د شريعت په چوکاټ کې کار کوي.

هغه دغه راز ډاډ ورکوي چې د نجونو زده‌کړو په اړه د حکومت مشرتابه په بحث بوخت دی او په راتلونکي کې به پرې فیصله هم وکړي.

پر بلخ ولایت سربېره د هېواد په يو شمېر ولایتونو کې ګڼو نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته بېلابېلو حرفو لکه خیاطۍ او د لاسي صنایع تولید ته مخه کړې ده.

Visits: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.