مزارشریف (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): بلخ کې د وچې مېوې پلورونکي وایي چې د تېر کال په پرتله یې کاروبار ښه شوی، خو د دغه ولایت اوسېدونکي بيا د وچې مېوې بیو له لوړېدو شکایت کوي.

مزارشریف کې د وچې میوې یو پلورونکی عبدالحمید وایي چې د تېر کال اخترونو په پرتله یې سږ کال اختر کې کاروبار ښه شوی او هم ښار کې د پخوا په پرتله ګڼهګوڼه ډېره شوې ده.

بکتاش یو بل هټۍوال هم وایي چې د تېر کال په پرتله یې سږ کال کاروبار ښه شوی خو مني چې سږ د وچې مېوې بیې لوړط شوې دي.

هغه زیاتوي چې د تېر کال پر پرتله سږ کال د بادام او پستې په یو کیلو بیه کې تر ۳۰۰ افغانیو لوړوالی راغلی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال يو کيلو پسته په ٨٠٠ خو سږ کال نږدې ١١ سوه او د يو کيلو بادامو بيه له ٧٠٠ څخه نږدې زرو افغانيو ته لوړه شوې ده.

دغه راز صابره د مزارشریف اوسېدونکې چې د وچې مېوې پېرلو په موخه راغلې وه وایي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د وچې میوې بيه لوړه شوې ده.

د دغه ولایت بل اوسېدونکی محمد یاسین هم وایي چې تېر کال یو کیلو پسته ۸۰۰ افغانۍ وه خو اوس ۱۱۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې او شنه ممیز تېر کال په ۳۰۰ افغانۍ وو خو اوس پنځه سوو ته لوړ شوي دي.

بلخوا د مزار ښاروالۍ مسوولین بیا وایي چې د نرخونو د کنټرول لپاره جدي هڅې کوي.

د مزار ښاروالۍ ویاند محبالله حقاني وویل چې د مزارشریف ښار ټولو اصنافو لپاره یې ټاکلې نرخنامه وېشلې خو د وچو مېوې هټۍوالو ته ورکړل شوې نه ده.

هغه زياتوي، د وچې مېوې د کنټرول په موخه نظارتي ټیمونه ګومارل شوي او تر اوسه يې يو شمېر هټۍ د لوړ پلورنې له امله تړلې دي.