بلخ کې د ١٢ کلنو فوټبال سيالۍ د ١٦ لوبډلو ترمنځ پيل شوې چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې يوه ١٥ کلن هلک ځانوژنه کړې او په ننګرهار کې بيا پنځه کسان د وسلهوالو غلاوو په تور نيول شوي دي.
بلخ کې یو شمېر خلک او مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د روضې ځینې برخې تخریب شوې او زیاتوي، که ونه رغول شي، ښايي نورې برخې یې هم ژر ویجاړې شي.
د بلخ مستوفي وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې له ټاکل شوي پلانه ډېرې (١،٧ میلیارده) افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د بلخ حکومتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د کافرکلا لرغوني تاريخي ابدې خوندیتوب په موخه د قوشتیپې کانال مسير یو څه بدل شوى دى.
بلخ کې د خېمو اوسېدونکي وایي چې د هوا له سړېدو سره له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي او د مرستې غوښتنه کوي.
په بلخ کې د پنبې پروسس فابريکو مسوولین وایي، سږ کال د پنبې د حاصلاتو کموالي یې کارونه ټکني کړي او راتلونکي کال ته هم اندېښمن دي.
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په ودانۍ کې اور لګیدلى چې شاوخوا یو میلیون افغانۍ زیان يې اړولی دی.
د بلخ اوسېدونکي شکایت کوي چې د نورو ولایتونو په پرتله په دغه ولایت کې د برېښنا بیه نږدې درې برابره لوړه ده او حکومت یې باید کمه کړي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ښوونځيو کمښت يا لرېوالي له امله یې ماشومان له زدهکړو محروم دي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې وروستيو کې د ښاري او مسافر وړونکو موټرو کرايې لوړې شوې خو بل لور ته حکومتي مسوولين وايي چې د لوړې کرايې اخيستو مخنيوي هلې ځلې يې پيل کړې دي.
مزارشریف (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): په بلخ کې د سوداګريزو اعلانونو کمېسيون وايي، سوداګریز او تولیدي شرکتونه باید د خپلو توکو له کیفیت سره سم