د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د انسانتښتونې، جنسي تېري او وسلهوالو غلاوو په تور يوه اووه کسیزه ډله نیولې ده.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د خبریالانو په نوم څلورلارې جوړېدو چارې له نږدې درې کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوې.
د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٥٠ ميليون افغانيو په لګښت د درېيو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یو کس- چې تېره اوونۍ تښتول شوی و- د انسانتښتوونکو له بند څخه خوشي شو.
مزارشریف (پژواک، ۱۲ پژواک ۱۴۰۱): د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او
د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د علیزو او ارزانکار کلیو ترمنځ د سيند پر سر د پله نشتوالي دوی له ستونزو سره مخ کړي دي او بايد پاملرنه ورته وشي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت د فرهنګیانو، سیمهییزه چارواکو او د ایران د سرکونسل په ګډون د کال تر ټولو اوږده شپه (یلدا) ونمانځل شوه.
په بلخ کې د ښوونځیو زدهکوونکي وايي، د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې له امله يې درسي بهير زيانمن شوى دى.
بلخ کې د یوګا يو شمېر ورزشکارنې وایي چې په هېواد له سياسي تحول وروسته بېبرخليکه دي او له حکومته غواړي د فعاليت اجازه ورکړي.
د بلخ ډاکټران تلسیمیا یوه ارثي ناروغي بولي او وايي، په هېواد دننه يې بشپړه درملنه ناشونې ده، خو ناروغان بيا وایي چې حکومت دې ورته په بهر کې د درملنې زمینه برابره کړي.
د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون ډاکټران او مسوولین وایي چې دغه روغتون د روغتیایي او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.
د بلخ امنیتي مسوولین وايي، یو کس یې نیولی چې دوې شپې مخکې د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې خپله مېرمن وژلې وه.