د بلخ په مرکز مزارشریف کې لسګونو معلولینو د نړۍوالو مرستندویه ټولنو د مرستو غیرعادلانه وېش په غبرګون کې د یوناما دفتر مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه.
د بلخ د چمتال او چهابولک ولسوالیو ترمنځ پر یوه سیند د ۸٫۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ لیکوالان او شاعران وایي، په دغه ولایت کې ادبي ناستې او هڅې کمرنګه شوې او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه ډېره کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې له پخوانیو نظامیانو څخه لسګونه ميله وسلې ترلاسه کړې دي.
د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره لایزري عملیات ترسره شول او ترڅنګ یې ۶۰ ډاکټرانو ته د دغو عملیاتونو د زدهکړې بهیر پیل شو.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ګاز او نفتي توکو رياست د کارکوونکو پر موټر چاودنه کې ٨ کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
په بلخ ولایت کې د حیرتان بندر ښارګوټي مسوولین وایي، د ژمي موسم په رارسېدو سره دغه ښارګوټي ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.
مزارشریف (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار پنځمې ناحيې اړوند سیمه کې څوارلسنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پنبې پروسس یوې فابریکې کار پیل کړ او لسګونو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د درملو ساتنې لپاره ۱۲ معیاري سړېخونې جوړېږي.
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال کال د دغه ولایت پر ۱۲۰ هکټار ځمکه زعفران کرل شوي چې ورسره یې د حاصلاتو کچه هم لوړه شوې ده.
د بلخ امنيه قومانداني وايي، په دغه ولايت کې «مشهور غل او اختطافکوونکی» احسان له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى دى.