د بلخ ولایت په دهدادۍ ولسوالۍ کې پرون د ۶۹ میلیون افغانیو په لګښت ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دوه نجونې چې یوه کوژده شوې هم ده، له کوره د تېښتې په تور نیول شوې دي.
د بلخ مرکز مزار شریف – حیرتان پر لار د شل کیلومتره سړک په اوږدو کې د ۱۰۰ زره غیر مثمرو نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شوه.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره د ډبرو سکرو او سون لرګيو بيې لوړې شوې دي او دوى یې د پېرلو توان نه لري.
د بلخ ولایت فرهنګیان او یو شمېر ځوانان وايي چې د بېوزلۍ، کډوالۍ او ځينو نورو محدودیتونو له امله په دغه ولايت کې د کتاب لوستنې فرهنګ کمرنګه شوى دى.
په بلخ کې يو شمېر سوداګر وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د بادامو د حاصلاتو کچه لوړه شوې، خو بيه يې ٢٠ سلنه او صادرات يې ٤٠ سلنه کم شوي دي.
حکومتي مسوولين وايي چې د بلخ سېلو له درېيو لسيزو وروسته بيا فعاليت پيل کړ چې ورسره به يو شمېر کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۹۰۰ زره بوتله تاریختېره «کاراباو انرژي» له منځه یووړه.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د «حدیث عشق» تر سرلیک لاندې د اسلامي هنر درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د مزارشریف ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون ډاکټرانو د لومړي ځل لپاره د زنګون د مفصل پیوندولو جراحي عملیات ترسره کړل.
وروسته له هغه چې په بلخ کې مشهور جراح ډاکټر اسدالله شارق په یوه هدفي برید کې ووژل شو، د دغه ولایت اوسېدونکي دې پېښې سخت اندېښمن کړي او د دغه ډول بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي.
مزارشریف (پژواک، ۴ لړم، ۱۴۰۱): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومو وسلهوالو مشهور جراح ډاکټر اسدالله شارق وژلی او ډریور یې ټپي کړی