ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د بادامو بیه ۲۰ سلنه او صادرات یې ۴۰ سلنه کم شوي

بلخ کې د بادامو بیه ۲۰ سلنه او صادرات یې ۴۰ سلنه کم شوي

author avatar
15 Nov 2022 - 11:29
بلخ کې د بادامو بیه ۲۰ سلنه او صادرات یې ۴۰ سلنه کم شوي
author avatar
15 Nov 2022 - 11:29

مزارشریف (پژواک، ٢۴ لړم ۱۴۰۱): په بلخ کې يو شمېر سوداګر وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د بادامو د حاصلاتو کچه لوړه شوې، خو بيه يې ٢٠ سلنه او صادرات يې ٤٠ سلنه کم شوي دي.

دوی همداراز وایي چې پخوا بادام څو هېوادونو ته صادرېدل، خو اوس يوازې پاکستان او له هغه ځايه بیا نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د اړوندې موضوع په اړه بلخ کې د بادامو سوداګر منیر امیري پژواک ته وويل چې دوه کاله وړاندې دوى بادام د پاکستان ترڅنګ هند ته هم صادرول، خو د کرونا ناروغۍ خپرېدو له امله هند ته د بادامو صادرات بند شول او تر اوسه بيا نه دي پيل شوي.

هغه د ارقامو له وړاندې کولو پرته وویل چې سږ کال په دغه ولايت کې د بادامو د حاصلاتو کچه ښه ده، خو دا چې نړۍوال بازار نه لري نو دوى اړ دي چې په کمه بيه يې وپلوري.

دغه‌راز د بادامو يو بل سوداګر سید محمد کاظم هم ورته څرګندونې وکړې او ويل چې د سړو خونو د نشتون له امله دوى نه شي کولاى له يوه کال څخه ډېر وخت بادام وساتي.

ده وويل: «يو کال نه يې ډېر نه شو ساتلاى، خرابېږي نو مجبور يو چې په ارزانه بيه يې ورکړو.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال يو من بادام (٧ کيلوګرام) په ٢٨٠٠ افغانۍ پلورل کېده خو سږ کال بيا په ٢٢٠٠ افغانۍ او يا له دې هم په کښته بيه پلورل کېږي.

همدارنګه يو بل سوداګر حاجي فاروق پژواک ته وويل چې سږ کال دوى يوازې پاکستان ته بادام صادروي او بيا له هغه ځايه پاکستاني سوداګر د افغانستان بادام د خپل هېواد په نوم نورو هېوادونو ته صادروي.

ده وويل: «دا چې سږ کال د کلدارو نرخ را ټيټ شوى، نو ورسره د بادامو بيه هم را لوېدلې ده؛ ځکه دا مهال موږ يوازې پاکستان ته بادام صادرولاى شو.»

يادو سوداګرو له حکومته غوښتنه وکړه چې د بادامو حاصلاتو ته په هېواد کې دننه او بهر بازار پيدا کړي.

په همدې حال، بلخ کې د وچې میوې د پروسس کوونکو اتحادیې مشر احمد جاوید حقجو هم پژواک ته وويل چې سږ کال د بادامو په نرخ او صادراتو کې کموالى راغلى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال له افغانستانه ٢٨٠ ټنه بادام بهر ته صادر شوي وو، خو سږ کال بيا دغه کچه ١٧٠ ټنو ته راټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، تېر کال يو من بادام له ٢٨٠٠ تر ٣٢٠٠ افغانيو پلورل کېده، خو سږ کال بيا له ١٨٠٠ تر ٢٢٠٠ افغانيو پورې پلول کېږي.

د يادو څرګندونو په اړه د بلخ مرستيال والي نورالهادي ابو ادريس پژواک ته وويل، حکومت هڅه کوي چې د سوداګرو محصولاتو ته بازار ته پيدا کړي او د ويزو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.

ده زياته کړه: «موږ کوښښ کوو چې سوداګرو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړو ترڅو خپل توليدات بهر ته صادر کړي.»

د يادونې ده، د بادام ترڅنګ انغوزه، پنبه، انګور او کشمش د بلخ ولايت له مهمو محصولاتو څخه شمېرل کېږي.

Visits: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.