ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ فرهنګیان او ځوانان: د کتاب لوستنې فرهنګ کمرنګه شوی دی

د بلخ فرهنګیان او ځوانان: د کتاب لوستنې فرهنګ کمرنګه شوی دی

author avatar
21 Nov 2022 - 16:56
د بلخ فرهنګیان او ځوانان: د کتاب لوستنې فرهنګ کمرنګه شوی دی
author avatar
21 Nov 2022 - 16:56

مزارشریف (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د بلخ ولایت فرهنګیان او یو شمېر ځوانان وايي چې د بېوزلۍ، کډوالۍ او ځينو نورو محدودیتونو له امله په دغه ولايت کې د کتاب لوستنې فرهنګ کمرنګه شوى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د بلخ اوسېدونکې سیما پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله د ځوانانو او په ځانګړې توګه د نجونو ترمنځ د کتاب لوستنې فرهنګ کمرنګه شوی دى.

هغې وويل، د حکومت له لوري د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو وضع کولو هم د کتاب لوستلو پر فرهنګ ناسمې اغېزې کړې دي.

دغه‌راز د مزارشريف ښار يوې بلې اوسېدونکې ماه‌جبین لطافت هم پژواک ته وويل چې د تېر په پرتله په بلخ کې د کتاب لوستنې فرهنګ کمزورى شوى چې لوى لامل يې بېوزلي او کډوالي ده.

هغې وويل، پخوا به ګڼ شمېر نجونې او هلکان د مطالعې لپاره عامه کتابتونونو ته ورتلل، خو اوس یوازې محصلين هغه هم د مجبوريت له مخې مطالعه کوي.

نصیب‌الله حمیدي بیا وایي چې یو شمېر لوستي ځوانان له هېواده وتلي او پاتې نور ځوانان د یوې مړۍ ډوډۍ پر پیدا کولو بوخت دي، نو د مطالعې لپاره وخت نه پيدا کوي.

هغه له فرهنګي ټولنو وغوښتل چې د لیکوالۍ او کتاب لوستلو سیالیو له لارې دغه فرهنګ بېرته را ژوندی کړي.

په همدې حال کې، د بلخ د اطلاعاتو او کلتور پخوانی ريیس لیکوال او شاعر صالح محمد خلیق بیا وایي چې په هېواد کې تل د مطالعې فرهنګ کمرنګه و، خو دا مهال ځکه تر حده ډېر کمرنګه شوى چې خلک بېوزله شوي دي.

خلیق د دغه فرهنګ د ساتنې لپاره د علمي او فرهنګي ټولنو هڅې مهمې ګڼي او وایي چې دغه ټولنې کولای شي خلک مطالعې ته وهڅوي.

بلخوا، د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر ذبیح‌الله آریایي وایي، په بلخ کې د دولتي کتابتونونو په ګډون شاوخوا ۳۰ عامه کتابتونونه فعالیت لري چې ځوانان کولاى شي د مطالعې لپاره ورشي.

اریايي وايي،، له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې د کتاب لوستنې فرهنګ د خلکو ترمنځ پياوړى کړي.

تر دې وړاندې د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکو هم پژواک ته ويلي چې په دې وروستيو کې د کتاب لوستنې فرهنګ کمرنګه شوى دى.

Visits: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.