په بلخ ولايت کې يو شمېر روغتياپالان وايي، پرېګابلين درمل پر عصبي، رواني او سختو دردونو اخته ناروغانو ته ورکول کېږي، خو په دې وروستيو کې يو شمېر ځوانان يې د نشهيي توکو په توګه کاروي.
يوې موسسې د بلخ په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا ۵۰۰ ښځو ته د خياطۍ زدهکړې او کار کولو زمينه برابره کړې ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ٧ ولایتونو د شاوخوا ٨٠ ورزشکارانو په ګډون د بدن د غړو ښکلا سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوې مېرمنې د ښځو لپاره ځانګړى رسټورانټ جوړ کړى او ترڅنګ يې اووه نورو ښځو ته د کار کولو زمينه هم پکې برابره کړې ده.
د بلخ اوسېدونکي وايي، د نورو ولايتونو په پرتله په دغه ولايت کې د نفتي توکو بيه لوړه ده چې بايد کنټرول شي؛ خو اړوند مسوولين بيا وايي چې په بلخ کې د نفتي توکو کيفيت ښه دى نو ځکه بيه یې هم لوړه ده.
د بلخ يو شمېر کروندګر وايي، طبيعي افاتو يې د پنبې حاصلات زيانمن کړي او دوى نه شي کولاى چې پرې کړي لګښتونه پوره کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز کې دوه غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
. . .
د بلخ د ملي احصایې ریاست مسوولین وایي، د روان لمریز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د دغه ولایت اوسېدونکو ته ۶۸ زره کاغذي او څه باندې ۳۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
په مزار کې یو شمېر ښځې وايي، امنیتي کسانو د کابل وروستي برید غندنې په موخه د دوی د لاریون مخنیوی کړی خو امنیتي چارواکو ویلي چې لاریون کوونکو له دوی سره همغږي نه وه کړې نو د امنیت خوندیتوب په موخه یې په ښار کې د تګ راتګ اجازه ور نه کړه.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنى نندارتون پرانیستل شو.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ۲۷ ولایتونو د ۱۵۰ لوبغاړو ترمنځ د «فول رزم» سیالۍ پیل شوې.