د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
د بلخ حوزوي روغتون مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې ٥۴٠٠٠ کسان پر بېلابېلو جلدي ناروغیو اخته شوي دي.
په بلخ کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د صنعتي فابريکو لپاره د ٢٠ کيلو واټه ظرفيت لرونکى د برېښنا يو سب سټېشن جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
بلخ کې تښتول شوى ماشوم محمديوسف ژغورل شوی او خپلې کورنې ته سپارل شوی دی.
په بلخ کې د اوو ولايتونو د ٤٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال درې ورځنی ټورنمنټ پاى ته ورسېد.
د بلخ يو شمېر انځورګران او خطاطان وایي، په دې وروستيو کې یې کاروبار په ټپه ولاړ دى او که دغه حالت دوام وکړي نو د دغه هنر د له منځه تللو وېره هم شته دى.
مزار شریف (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): په بلخ کې په دوو جلا پېښو کې پنځه کسان د شرابو څښلو په تور نیول شوي او د
د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چين د ګډ اقتصادي دهلېز اړوند په سوداګريزو توکو بار لومړى اورګاډى بلخ ولايت ته راورسېد.
د بلخ امنیتي مسوولين وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې لس کسان د ميتانول الکول څښلو له امله مسموم شوي وو چې درې تنه يې مړه شوي دي.
د بلخ د مرکز مزارشریف یو شمېر درمل پلورنکي وایي، د درملو پر وارداتو د حکومتي محدويتونو او نامناسب بانکي سيسټم له امله د درملو بيې لوړې شوې دي.
په بلخ ولایت کې د افغانستان بانک نوې ودانۍ – چې درې کاله مخکې یې د جوړېدو چارې پیل شوې وې او ٣٧ ميليون افغانۍ لګښت پرې شوى – ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې یو کس پر یوه ۱۲ کلن ماشوم د جنسي تېري او ۷ تنه نور د جواري په تور نیولي دي.