ژبه

بلخ کې په تېر یوه کال کې ۵۴۰۰۰ کسان پر جلدي ناروغیو اخته شوي

مزارشریف (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د بلخ حوزوي روغتون مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې ٥۴٠٠٠ کسان پر بېلابېلو جلدي ناروغیو اخته شوي دي.

د بلخ حوزوي روغتون د ښکلا او پوستکي څانګې مشر ډاکټر علي اصغر ملک پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر یوه کال راهیسې د بلخ حوزوي روغتون ته پر بېلابېلو جلدي ناروغیو اخته ۵۴زره کسانو مراجعه کړې ده.

د هغه په وينا، له يادو کسانو څخه يوازې ١٦زره يې پر «اسکبيس» ناروغۍ اخته شوي وو چې تر ډېره درملنه یې هم شوې ده.

«اسکبيس» يو ډول کوچنۍ دانې دي چې د بدن د نورو برخو ترڅنګ، د ګوتو په منځونو کې هم پيدا کېږي او لامل یې تر ډېره د حفظ‌الصحې نه مراعتول ښودل کېږي.

د ډاکټر علي اصغر ملک په خبره، که خلک پاکوالی مراعت کړي نو تر ډېره پر جلدي ناروغيو نه اخته کېږي.

په ورته وخت کې، يو شمېر نور ډاکټران بیا وایي چې د خپلسرو درملو کارونه او متخصصو ډاکټرانو ته نه ورتګ د جلدي ناروغیو د پرمختګ او ډېروالي لامل کېږي.

په بلخ کې د جلدي او زهروي ناروغیو ټرینر ډاکټر احمد ولید پژواک ته وويل چې په لرو سیمو کې خلک د جلدي ناروغيو په خاطر متخصصو ډاکټرانو ته مراجعه نه کوي او په خپل سر درمل کاروي.

دى وايي، جلدي ناروغۍ تر ډېره په عادي کریمونو، ډیټول، صابون او شامپو تداوي کېږي.

همدارنګه د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکي عزیزالله پژواک ته وويل چې زوى يې پر جلدي ناروغۍ اخته دى.

هغه وايي: «د زوی په ځان مې يو ډول دانې راخېژي، اوس دلته روغتون ته راغلى يم، روغتون ته په راتګ سره یې وضعیت لږ ښه شوی، ډېری درمل وړیا راکوي او د روغتون امکانات او خدمات دلته ډېر ښه دي.»

د بلخ حوزوي روغتون د مسوولينو د معلوماتو له مخې، په دغه روغتون کې د تېر يوه کال پر مهال شاوخوا ۳۰۰۰ کوچني عملیات هم ترسره شوي دي.

ورته موضوع