ژبه

بلخ کې د افغانستان بانک نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

مزارشریف (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): په بلخ ولایت کې د افغانستان بانک نوې ودانۍ - چې درې کاله مخکې یې د جوړېدو چارې پیل شوې وې او ٣٧ ميليون افغانۍ لګښت پرې شوى - ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې چې د جوړېدو چارې یې د ۱۳۹۸ کال د سلواغې میاشتې په لسمه پیل شوې وې، نن د افغانستان بانک د سرپرست، د بلخ د والي او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو چارواکو له لوري پرانیستل شوه.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان بانک سرپرست ريیس عبدالقاهر حاجي ادریس وويل چې پر يادې ودانۍ ٣٧ ميليون افغانۍ لګښت راغلی دى.

ده وويل چې د اړوند شرکت او افغانستان په هڅو د يادې ودانۍ چارې له ټاکل شوې نېټې مخکې بشپړې شوې.

په همدې حال د بلخ والي قدرت‌الله ابو حمزه وويل چې د افغانستان ټول خصوصي او دولتي بانکونه دې د اسلامي او حلالې بانکدارۍ له لارې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

د یادونې ده، دغه ودانۍ د ۲۴ بېلابېلو خونو، لېفټ، د اورلګېدنې ضد سیسټم، انټرنېټ او معلوماتي ټنګالوجۍ اسانتياوې لري.