ژبه

بلخ کې درمل‌پلورونکي: حکومتي او بانکي محدوديتونه د درملو بيو لوړېدو لامل شوي

مزارشریف (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۱): د بلخ د مرکز مزارشریف یو شمېر درمل پلورنکي وایي، د درملو پر وارداتو د حکومتي محدويتونو او نامناسب بانکي سيسټم له امله د درملو بيې لوړې شوې دي.

دوی وايي، د درملو د وارداتو لپاره جوړه شوې کړنلاره څو لسيزې پخوانۍ ده چې له امله يې دوی د سرطاني، زړه، شکرې، کرونا او يو شمېر نورو ناروغيو درمل نه شي واردولی.

د درمل پلورونکو په خبره، په هېواد کې د بانکي سيسټم خرابوالی هم د دې سبب شوی چې دوی د بانک له لارې د درملو توليدوونکو شرکتونو ته پيسې نه شي حواله کولای او د صرافيو له لارې د پيسو حواله کېدو لګښت زيات وي چې ورسره د درملو بيې لوړېږي.

بلخ کې د درملو يوه عمده پلورونکي سيد اکرام سادات پژواک ته وويل، دا مهال په بلخ کې درمل پلورونکي د سرطاني، زړه، شکرې او نورو ناروغیو درملو له کمښت سره مخ دي.

دی وايي: «زموږ له عمده ستونزو د حکومت له لوري ترکیبي درملو ته د پرفورم نه ورکول دي او سلګونه د درملو ډک کانټینر مو په ګمرکونو کې ایسار دي، اوس هم د امان‌الله خان د واکمنۍ د وخت پرفورم عملي کېږي.»

سادات د درملو بیې لوړوالي بل لامل د بانکي سیسټم نشتوالی بولي او زياتوي چې پخوا به له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته پیسې د بانک له لارې په اسانه لېږل کېدې خو اوس پر ۱۰۰زره ډالرو ۲۰۰۰ ډالر لګښت راځي.

په بلخ کې د اریا درملو مارکېټ يوه درمل پلورونکی نوید صفري هم په بانکي سیسټم کې د ستونزو شتون د درملو بیې لوړېدو لامل بولي.

هغه وایي: «د سم بانکي سیسټم نشتون د دې لامل شوی چې د درملو بیه لوړه شي، پخوا په مستقیمه توګه بهرنیو هېوادنو ته پیسې ټي ټي کېدې خو اوس له نورو لارو لېږل کېږي چې کمیشن یې څو برابره زیات راځي.»

بلخوا په شمال کې د درملیزو خدمتونو ټولنې مشر انجینر محمدشعیب ساپی د جمهوریت له سقوط وروسته په بانکي سیسټم کې بدلون او د افغانیو پر وړاندې د ډالر لوړېدل د دې ستونزې لامل بولي.

هغه همدا راز وایي، د حکومت پرفورم (د درملو د وارداتو طرزالعمل) کې د کابو ۶۰ کاله وړاندې مجوز لېست چې ۱۷۰۰  قلمه درمل په کې شامل دي، عملي کېږي خو اوس د افغانستان د اړتیا وړ درمل ۱۷۰۰۰ قلم درملو ته رسېږي.

دغه راز د مزارشريف اوسېدونکي صميم ناصري پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د درملو بيې لوړې شوې دي.

هغه وايي: «پخوا به مو يو پاکټ پراسټامول په لس افغانۍ اخيستل خو اوس يې په ډېرو کمو ځايونو کې په لس افغانۍ ورکوي، يو بوتل د ټوخي شربت نوکف به مو په پنځوس افغانۍ اخيستل خو اوس ٧٠ ته لوړ شوى، همداسې نور شيان هم حساب کړه.»

د اړوندې موضوع په اړه د بلخ د عامې روغتیا ریاست د قوانینو او بررسۍ مسوول ډاکټر جاوېد سراجي بیا پژواک ته وويل چې د حکومت له لوري پر درملو لګېدلي محدودیتونه په بازار کې د بې کیفیته درملو د شتون له امله رامنځته شوي.

هغه زیاتوي، دغې ادارې دا مهال کابو شل ټنه بې کیفیته درمل له بازاره ټول کړي او هم د احتکار کوونکو پر وړاندې یې د پنځوس برابره جریمې نوی قانون تصویب کړی چې چا ته اجازه نه ورکوي درمل له ورکړل شوې نرخنامې څخه لوړ وپلوري.

د يادونې ده، د افغانستان په بازارونو کې دا مهال تر ډېره پاکستاني، هندي، ترکي، چينايي، عربي او د ځينو نورو هېوادونو درمل پلورل کېږي.

ورته موضوع