ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ انځورګران: دغه هنر د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دى

د بلخ انځورګران: دغه هنر د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دى

author avatar
25 Sep 2022 - 11:33
د بلخ انځورګران: دغه هنر د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دى
author avatar
25 Sep 2022 - 11:33

مزارشریف (پژواک، ٣ تله ۱۴۰۱): د بلخ يو شمېر انځورګران او خطاطان وایي، په دې وروستيو کې یې کاروبار په ټپه ولاړ دى او که دغه حالت دوام وکړي نو د دغه هنر د له منځه تللو وېره هم شته دى.

دغه انځورګران زیاتوي چې د خلکو اقتصادي ستونزې، په یاده برخه کې د نندارتونونو نه جوړېدل او په ډیجيټلي توګه د انځورونو او ليکونو ترسره کول هغه څه دي چې د دوى هنر يې له ستونزو سره مخ کړى د‌ى.

د بلخ د انځورګرانو او خطاطانو له ډلې محمدصابر رضایي د تلې په درېيمه پژواک خبري اژنس ته وويل چې په دې وروستيو کې يې کاروبار له ګڼو ننګونو سره مخ دى.

هغه وايي، د خلکو اقتصادي ستونزې، په یاده برخه کې د نندارتونونو نه جوړېدل او په ډیجيټلي توګه د انځورونو او ليکونو ترسره کول هغه څه دي چې د دوى پر هنر او کاروبار يې منفي اغېزې کړې دي.

هغه وایي: «انځوریز نندارتونونه نه ترسره کېږي، ترڅو نقاشان وشي کولای خپلې تابلوګانې وپلوري او بله دا چې ډېر خلک د لوحو او انځورونو په برخه کې له ډیجيټلي سیستم څخه کار اخلي، ځکه هم ارزانه دي او هم ژر تیارېږي.»

دغه‌راز يو بل انځورګر محمدرحیم صورتګر بيا وايي، که څه هم چې دغه هنر تر ډېره د پیسو پیدا کولو وسیله نه ده، خو اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې انځورګران خپل انځورونه وپلوري.

ده ټينګار وکړ چې په دغه برخه کې بايد نندارتونونه جوړ شي څو خلک يو ځل بيا دغه هنر ته مخه کړي.

په ورته وخت کې، يو بل انځورګر او خطاط روح‌الله رحیمي پژواک ته وويل چې له تېر یوه کال راهیسې دغه هنر له سقوط سره مخ دى.

دى وايي، ډېرو انځورګرانو او خطاطانو خپل دفترونه تړلي او نورو کارونو ته يې مخه کړې ده.

د بلخ يو شمېر نورو انځورګرانو او خطاطانو هم ورته څرګندونې وکړې او د دغه هنر د ژوندي ساتلو او پياوړتيا په برخه کې يې د حکومت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

بل لورته، د بلخ حکومتي مسوولين هم په ياده برخه کې ستونزې مني خو وايي چې د حل لپاره يې هلې ځلې کوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر برخې عمومي مدیر محمدصادق سرمست‌زاده پژواک ته وويل چې د خلکو اقتصادي ستونزې او د ډيجيټلي سيستم رامنځته کېدو دغه برخه له ستونزو سره مخ کړې ده.

خو ده وويل، په پلان کې ده چې په نږدې راتلونکي کې په ياده برخه کې يو شمېر نندارتونونه جوړ شي.

د يادونې ده، له تېر يوه کال راهيسې په بلخ ولايت کې د هنري اثارو په برخه کې کوم نندارتون نه دى جوړ شوى.

Visits: 91

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.