ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي د نفتي توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

د بلخ اوسېدونکي د نفتي توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

author avatar
18 Oct 2022 - 14:46
د بلخ اوسېدونکي د نفتي توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي
author avatar
18 Oct 2022 - 14:46

مزارشریف (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۱): د بلخ اوسېدونکي وايي، د نورو ولايتونو په پرتله په دغه ولايت کې د نفتي توکو بيه لوړه ده چې بايد کنټرول شي؛ خو اړوند مسوولين بيا وايي چې په بلخ کې د نفتي توکو کيفيت ښه دى نو ځکه بيه یې هم لوړه ده.

د بلخ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په ټول هېواد کې د نفتي توکو بیې راټیټې شوې، خو دوى اوس هم تېل په هماغه پخوانۍ بیه پېري.

د بلخ د مرکز مزارشريف ښار يوه ټکسي چلوونکي عبدالواحد پژواک ته وويل چې په ټول هېواد کې د نفتي موادو بیې راټیټې شوې، خو دلته اوس هم د يوه لېټر پټرول بيه ٨٦ افغانۍ ده.

هغه زیاتوي چې حکومت د تېلو پر بیې کنټرول نه لري او د تېلو ټانکونه په خپله خوښه په لوړه بیه تېل پلوري.

دغه‌راز د بلخ يوه بل اوسېدونکي عبدالقاهر چې د بلخ-جوزجان پر لار موټر چلوي پژواک ته وويل، په نورو ولايتونو کې د پټرولو بيه له ٨٠ افغانيو او ډيزلو بيه له سلو افغانيو کښته ده، خو په بلخ کې بيا نرخونه ډېر لوړ دي.

هغه وایي، حکومت باید د تېلو پر بیې کنټرول ولري او له مسوولینو یې وغوښتل چې بیه یې راکمه کړي.

خو بل لورته په بلخ کې د یوه خصوصي تېلو پلورنځي مسوول حامد پژواک ته وويل، د نورو ولايتونو په پرتله دغه ولایت کې د تېلو بيه ځکه لوړه ده چې دلته يوازې روسي او ترکمنستاني تېل پلورل کېږي او کيفيت يې ډېر ښه دى.

هغه وايي: «په نورو ولايتونو کې ايراني تېل دي چې په قاچاقي لارو راوړل کېږي او چندان کيفيت هم نه لري.»

په بلخ کې د تېل پلورونکو اتحادیې مشر عبدالطیف فقیري هم د خلکو دغه ستونزه مني، خو وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې شاوخوا ۱۴۰ د تېلو ټانکونه فعالیت لري او ټول د اتحادیې د ټاکل شوي ورځني قیمت له مخې تېل پلوري.

دى هم وايي چې په دغه ولايت کې د تېلو کيفيت ښه دى، نو ځکه يې بېه لوړه ده.

هغه زياتوي چې هیڅوک حق نه لري له ټاکل شوي نرخ پورته تېل وپلوري.

بلخوا د بلخ حکومتي مسوولین بیا وایي چې دوی د تېلو د بیو ټاکلو مسوولیت د بلخ تېل پلورونکو اتحادیې ته ورسپارلی دى.

د بلخ د نفتي موادو ریاست د فني چارو مسوول محمد یاسین حمیدي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې نفتي توکي د تېل پلورونکو اتحاديې له خوا د ټاکل شوي نرخ له مخې پلورل کېږي.

هغه زیاتوي چې دوی یوازې تېل د کمیت او کیفیت له اړخه ارزوي او څاري یې او د بیې د ټاکلو مسوولیت یې نه لري.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون ډېرو ولايتونو کې د تېلو بيې د مخکې په پرتله په هر لېټر کې تر ٧ افغانيو را ټيټې شوې دي.

Visits: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.