ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یو شمېر ځوانان په پرېګابلین درملو روږدي شوي

بلخ کې یو شمېر ځوانان په پرېګابلین درملو روږدي شوي

author avatar
26 Oct 2022 - 11:43
بلخ کې یو شمېر ځوانان په پرېګابلین درملو روږدي شوي
author avatar
26 Oct 2022 - 11:43

مزارشریف (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): په بلخ ولايت کې يو شمېر روغتيا‌پالان وايي، پرېګابلين درمل پر عصبي، رواني او سختو دردونو اخته ناروغانو ته ورکول کېږي، خو په دې وروستيو کې يو شمېر ځوانان يې د نشه‌يي توکو په توګه کاروي.

که څه هم په بلخ کې د ډاکټر له نسخې پرته د یادو درملو پر پلور بندیز لګول شوى، خو یو شمېر درمل‌پلورونکي وایي چې هره ورځ لسګونه ځوانان ترې د دغو درملو غوښتنه کوي.

د بلخ ولایت يوه درمل‌پلورونکي عبدالمتین پژواک ته وويل، که څه هم حکومت له نسخې پرته د پرېګابلینو پر پلور بندیز لګولی خو هره ورځ یو شمېر ځوانان ورته مراجعه کوي او له نسخې پرته دغه درمل ترې غواړي.

دغه‌راز عبدالرقیب کریمي یو بل درمل‌پلورونکی وایي چې یاد درمل د ډاکټرانو له لوري هغو ناروغانو ته ورکول کېږي چې شدید دردونه ولري، خو دا مهال یو شمېر ځوانان ترې ناوړه ګټه اخلي.

هغه پرېګابلین درمل روږدونکي بولي او وایي، دا مهال ګڼ شمېر ځوانان پرې روږدي شوي او د ښار له درملتونونو څخه د دغو درملو د ترلاسه کولو هڅې کوي.

په بلخ کې د رواني او عصبي ناروغیو متخصص ډاکټر اسدالله الفت پژواک ته وويل چې پرېګابلین یا زیګپ د میرګي ضد درمل دي چې ډېری وخت د شدیدو دردونو د تسکین په موخه کارول کېږي.

هغه دغه درمل د طبابت په برخه کې مهم او ارزښتناک بولي او وايي، په دې وروستیو کې یو شمېر ځوانانو ترې ناوړه ګټه اخيستنه پيل کړې چې بايد مخه يې ونيول شي.

الفت همداراز له ځوانانو غواړي څو د دغه ډول درملو له استفادې څخه ډډه وکړي؛ ځکه د دغو درملو استفاده روږدى کوونکې او بیا یې پرېښودل ناشونی او ستونزمن کار دى.

د بلخ د عامې روغتیا مسوولین هم مني چې په دغه ولایت کې یو شمېر ځوانان پر  دغو درملو روږدي شوي دي.

د بلخ ولايت د عامې روغتیا رياست د قوانینو او بررسۍ آمر ډاکټر جاوید سراجي پژواک ته وويل چې په درملتونونو کې درې ډوله پرېګابلین ۷۵ ملي‌ګرامه، ۱۵۰ ملي‌ګرامه او ۳۰۰ ملي‌ګرامه پلورل کېږي.

خو دى وايي، درملتونونه بايد دغه درمل يوازې هغو کسانو ته ورکړي چې د ډاکټر نسخه ولري او له نسخې پرته يې پلورل بند او غير قانوني دي.

سراجي زیاتوي، د ۳۰۰ ملي ګرامه پرېګابلین درملو پلور په قطعي ډول بند دي او له شاوخوا یو کال راهیسې یې ۲۷۰۰ بستې دغه درمل د ښار له درملتونونو څخه راټول کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ترڅنګ په کابل او ځینو نورو ولايتونو کې هم ځوانان پر دغو ټابليتونو روږدي شوي دي.

Visits: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.