ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د روان لمریز کال لومړیو پنځو میاشتو کې نږدې سل زره تذکرې وېشل شوې دي

بلخ کې د روان لمریز کال لومړیو پنځو میاشتو کې نږدې سل زره تذکرې وېشل شوې دي

author avatar
4 Oct 2022 - 16:25
بلخ کې د روان لمریز کال لومړیو پنځو میاشتو کې نږدې سل زره تذکرې وېشل شوې دي
author avatar
4 Oct 2022 - 16:25

مزارشریف (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۱): د بلخ د ملي احصایې ریاست مسوولین وایي، د روان لمریز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د دغه ولایت اوسېدونکو ته ۶۸ زره کاغذي او څه باندې ۳۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي نورمحمد وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغې ادارې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري له لومړۍ بیا د زمري تر وروستۍ نېټې د بلخ اوسېدونکو ته نږدې ۶۸ زره کاغذي او ۳۱ زره ۵۱۲ الکترونیکي تذکرې وېشلې چې له دې درکه یې څه باندې دوه میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، یاده اداره ۱۸۸ کارکوونکي لري چې ۵۹ یې رسمي او ۸۸ نور په قراردادي توګه په دې اداره کې په کار بوخت دي.

نوموړی وايي، دوی هره ورځ د دغه ولایت په درېیو بېلاېلو مرکزونو کې زر کسان د الکترونیکي تذکرو د وېش په موخه بایومټریک کوي.

په همدې حال د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د دې ادارې له کړنو خوښ دي او وایي چې الکترونیکي تذکرې د نړۍوال باور ترڅنګ د جرایمو په کمېدو کې هم مرسته کوي.

د مزارشریف یوه اوسېدونکي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر پر پرتله دا مهال د تذکرو د وېش لړۍ چټکه شوې او خلک په اسانۍ کولای شي تذکرې ترلاسه کړي.

د دغه ولایت بل اوسېدونکی عبدالقدوس هم چې د الکټرونیکي تذکرې ترلاسه کولو په موخه مزارشریف ته راغلی، د اړوندې ادارې له چارو خوښ دی او غوښتنه کوي چې دا لړۍ لا چټکه کړي.

هغه پژواک ته وویل، الکترونیکي تذکره د هر افغان مهمه اړتیا ده او د وېش په برخه کې یې د پخوا په پرتله یو لړ اسانتیاوې برابرې شوې دي.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.