ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې سږ کال د زعفرانو حاصلات ۶۰ سلنه ډېر شوي

بلخ کې سږ کال د زعفرانو حاصلات ۶۰ سلنه ډېر شوي

author avatar
28 Nov 2022 - 16:21
بلخ کې سږ کال د زعفرانو حاصلات ۶۰ سلنه ډېر شوي
author avatar
28 Nov 2022 - 16:21

مزارشریف (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰١): د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال کال د دغه ولایت پر ۱۲۰ هکټار ځمکه زعفران کرل شوي چې ورسره یې د حاصلاتو کچه هم لوړه شوې ده.

د بلخ د کرنې او اوبو لګولو ريیس شمس‌الدین خالد د لېندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د دغه ولایت په چهاربولک، چمتال، بلخ، نهرشاهي، دولت‌اباد او دهدادي ولسوالیو کي پر ۱۲۰ هکټار ځمکه زعفران کرل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولايت کې ٨٠ هکټاره زعفران کرل شوي وو او ١٥٠ کيلوګرام حاصل یې درلود.

هغه وويل چې سږ کال د زعفرانو حاصلاتو کچه ٢٥٠ کيلوګرامه اټکل شوې چې د تېر کال په پرتله ٦٠ سلنه زياتوالى ښيي.

په همدې حال، د بلخ د زعفرانو کروندګر او پروسس‌کوونکي بلخ د زعفرانو د کر لپاره مناسب ولایت ګڼي.

په بلخ کې د نورس په نوم د زعفرانو پروسس او تولید شرکت مدیر اسدالله عابر پژواک ته وويل چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د زعفرانو کښت ښه پایله ورکړې او د دغه محصول حاصلات هم د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوى دى.

بلخ کې د مزار زعفران ټولنې عامل مدیر منیرشاه وایي، دا مهال بلخ د زعفرانو په برخه کې د پرمختګ په حال کې دی او راتلونکي کې کولای شي د هرات ولایت له زعفرانو سره سیالي وکړي.

بلخوا د زعفرانو پروسس شرکتونو یو شمېر کارکوونکي خوښ دي چې له دې لارې ورته د کارکولو فرصتونه برابر شوي دي.

د يادو کارکوونکو له ډلې مژدې پژواک ته وويل، خوښه ده چې له دې لارې ورته د کار کولو فرصت برابر شوی خو زياتوي چې دوی یوازې د یوې میاشتې لپاره د کار کولو دغه فرصت ترلاسه کړی دى.

هغې زياته کړه چې حکومت بايد دوى ته د اوږدې مودې کار کولو زمينه او فرصت برابر کړي.

د يادونې ده، د افغانستان زعفران په نړۍ ښه شهرت لري چې په دې وروستيو د ډېرو ولايتونو کروندګرو يې کرنې ته مخه کړې ده.

Visits: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.